Tuesday June 30, 2009
اتمر: تاریخ به د قاطع کارنامې هیري نکړې
وخت خبري آژانس
دکندهار ښار
دچنگاښ ۹ مه
د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او ورسره پلاوې یې نن له پلازمنې کابل څخه کندهار ته سفر وکړ.
دنوموړی کندهار ته پداسې حال کې سفر کوي چې، پرون په په نوموړی ښار کې دکندهارولایت د څارنوالۍ په ریاست کې دکندهار دامنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله قاطع او دکندهاردامنیه قوماندانې دجنایې آمرپه گډون شپږتنه پولیس دیوي خصوصي امنیتې کمپنې لخوا چې د بهرنیوځواکونو لپاره کارکوي وژل شوی و.
دوخت سیمه ییز خبریال وایې چې دکندهار په ښارکې ټینگ امنیتې ترتیبات نیول شوي دي، او په لارو او کوڅو کې پولیس او دملي اردو سرتیرې لیدل کیږي.
دکورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دکندهاردامنیه قوماندانې په انگړ کې له خبریالانو سره دخبرو پرمهال وویل : (( دولسمشر لخوا گمارل شوی یم، ترڅو دکندهار د پرونې پیښي په اړه څیړنې وکړم .))
ښاغلي اتمردخپلو خبروپه ترڅ کې دکندهار ولایت لپاره دنوي سرپرست امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی دگمارلو اعلان هم وکړ.
هغه زیاته کړه چې له راغلي پلاوې سره چې پکې دکورنیو چارو وزارت امنیتې مرستیال منیر منگل او نور لوړ پوړې چارواکې هم شامل دي، په کندهار کې به دپرونې پیښي په اړه تحقیقات وکړو.
دده په کندهار ولایت کې د لاښه امنیت دراوستو لپاره د ځنې کوټلو گامونو داخیستو خبره هم وکړه .
نوموړې زیاته کړه چې، په کندهارولایت کې به دپولیسو په شمیر کې زیاتوالې راولې.
دغه راز هغه دوژل شویو سرتیرو او افسرانو دکورنیو سره د دولت لخوا د بیړنیو او ځانگړې مرستو د اعلان خبره هم وکړه.
نوموړې د خپلو خبرو پرمهال دکندهار وژل شوی امنیه قوماندان مطیع الله قاطع وستایه او هغه یې خپل پیاوړی، مسلمان او تکړه افسر وباله .
دکورنیو چارو وزیر دوژل شوي امنیه قوماندان په اړه وویل چې تاریخ به د نوموړې کارنامې هیڅ کله هیري نکړې.
اتمر وویل، هغه ۴۱ تنه چې پرون د امنیتې مسئولینو لخوا په کندهارکې نیول شوی و، نن په کابل کې دکورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي دي، دده زیاته کړه ، دوی به د نیول شویو کسانو څخه څیړنې کوي.
هغه د کندهار پرونۍ پیښه یو توطیه وبلله او زیاته یې کړه چې دا به دوخت نه مخکې خبره وي چې پدې اړه څه وویل شي.
تردې وروسته دکورنیو چارو وزیر په کندهار کې دسپین ږیرو، مخور، قومې او جهادې مشرانو او دکندهار دولایتې شورا له غړیو سره ولیدل.
پرون ماښام اوه نیمې بجې د کورنیو چارو وزارت امنیتې مرستیال منیر منگل هم په یوه خبري ناسته کې ویلې و چې مجرمینو ته به سخته سزا ورکوي.
کندهارته د کورنیو چارو او نورلوړپوړو چارواکې په داسي وخت کې سفر کوي چې په نوموړی ښار کې وروسته د پرونې پیښي ټینگ امنیتې ترتیبات نیول شوي دي او په واټونو او سړکونو کې هرې خواته د ملي پولیسو او ملي اردو سرتیرې لیدل کیږي.
خو دوخت سیمه ییز خبریال وایې چې ، نن په ښار کې دوکانونه خلاص و او په کندهار کې ژوند نن بیرته عادې حالت ته ورگرځیدلې دي.
دیادونې وړ ده چې نن ترغرمې وړاندې دکندهار امنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله قاطع او دکندهار دجنایې آمر جنازه دغرمې وړاندې دپنځلسمې پلې فرقي ته څیرمه په یوه هدیره کې دیو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې چې پکې کې زرگونو تنو گډون کړی و، خاورو ته وسپارل شوې.
نثارجمال، په سویل کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 312
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : اتمر: تاریخ به د قاطع کارنامې هیري نکړې دکندهار دخونړې پیښي په تور ۴۱ تنه د ولسمشر په فرمان ونیول شول قوماندان امنیه ومدیرجنایی کندهارکشته شد حمید زاده: آیکن بیری باید ازطریق دولت باکاندیدان دیدارنماید دخوست دچاودنو مرگ ژوبله ۵۱ تنو ته لوړه شوه په خوست کې دوو درنو چاودنو ۳۴ تنو ته مرگ ژوبله واړوله درننگرهار۲۰ تن دراثریک انفجارکشته وزخمی گردید اتمر: برنامه امنیتی مراکز رای دهی اتخاذ شده پروفیسور مجددی ازکاندیداتوری حامد کرزی حمایت کرد سفیرامریکا با اشرف غنی دیدارنمود