سایت خبری وخت
Monday June 29, 2009

دکندهار دخونړې پیښي په تور ۴۱ تنه د ولسمشر په فرمان ونیول شول
وخت خبري آژانس
دکندهار ښار
دچنگاښ ۸ مه

په کندهار کې چارواکې وایي چې د کندهار ولایت د څارنوالې په انگړ کې د ډزو له امله۶ تنه ملي پولیس وژل شوي، او د دوی شپږ تنه نور ټپیان دي، له بلوه ددې خونړې پیښي په تور ۴۱ تنه نیول شوي دي.

دکندهار والي ډاکټرتوریالي ویسا چې په یوه خبرې ناسته کې یې خبري کولي وویل چې ، په وژل شویو کسانو کې دکندهار امنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله قاطع او کندهاردامنیه قوماندانې جنایي آمر هم شامل دي.

ډاکټرتوریالي ویسا په خپلو خبرو کې وویل چې دخصوصي امنیتي کمپنې کسانو غوښتل په څارنوال باندې فشار وارد کړې ترڅو یو تن د اسدالله په نوم پرته له کوم قید او شرط خلاص کړې.

نوموړې زیاته کړه، پدې ترڅ کې څارنوال د امنیه قوماندانې څخه مرسته غوښتې ده، هغه وایي کله چې دکندهار امنیه قوماندان له پولیس سره دکندهارڅارنوالې ته ورځې د دوی او دخصوصي امنیتې کمپنې دکسانو ترمنځ نښته رامنځته کیږي چې په پایله کې یې شپږ تنه ملي پولیس وژل کیږي .

دکندهار والي وایې پولیسو هم پرمسلحه کسانو متقابلي ډزي کړې، خو دا مالومه نده چې هغوي ته هم کوم زیان اوښتې دی او کنه.

دنوموړې پروینا د ولسمشر دفرمان سره سم یې د پیښي په تړاو یې ۴۱ تنه نیولي دي، له هغوي څخه یې وسلي اخستي دي، چې دمگړی د کندهار په هوایې ډگر کې دي او ډیر ژر به کابل ته د څیړنو لپاره ولیږدول شي.

له بلوه پلوه دکندهار دڅارنوالې رئیس حفیظ الله خالقي په یوځانگړې مرکه کې وخت خبري آژانس ته دخپل سترگو لیدلی حال داسي بیان کړ : (( یو تعداد وسلوال کسان چې امریکایې ځواکونو ته ورته پوځې لباس یې په تن و دکندهار څارنوالې ته را ننوتل ، څارنوالې یې کلابنده کړه، ټول څارنوالان یې په خپلو دفترونو کې بندې کړل.))

هغه زیاتوې : ((دوي په ډیر تهدید آمیزه توگه د څارنوالې ټول کارکونکې تهدیدکړه ،څارنوالې پرچت یې سنگر ونیوه - او په تهدید آمیزه توگه وغوښتل ترڅو دوي اړونده کس چې اسدالله نومیږي او دموټرو په تیښته او داسنادو تذویر تورن دی، پرته له کوم قید او شرطه خوشي کړې.))

دکندهاردڅارنوالې رئیس حفیظ الله خالقي وایې هغه ورته دقانون او دولت یادونه وکړه، خو هغوي پري سر ونگراوه .

نوموړې زیاتوې دی یې د څارنوالې په یو اطاق کې بندي کړ.

خالقي وایې هغه په خورا مشکل سره یې د کندهارله امنیه قوماندانې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه وایې هغه ددې غوښتنې سره د کندهار امنیه قوماندانې اقدام وکړ او د دیرشو دقیقو په دننه کې امنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله قاطع دکندهارڅارنوالې ته ور ورسید ، پدې ترڅ کې دوسلوالو او پولیسو ترمنځ ډزي کیږي چې په نتیجه کې ۶ تنه ملي پولیس په شمول د امنیه قوماندان او دکندهار دامنیه قوماندانې د جنایې آمر دوسلوالو په ډزو کې وژل کیږي.

ښاغلي خالقي په خپلو خبرو کې له مرکزي دولته وغوښتل ترڅو ددې پیښي عاملین د قانون منگولو ته وسپاري، نوموړی وایې دولت باید دغه ډول مجرمین او بي بندوباره خلک ته اجازه ورنکړي ته څو امنیت خراب او دغه ډول جنایتونه ترسره کړې.

ویل کیږي چې نوموړې امنیتې کمپنې په کندهار ښار کې بهرنیو ځواکونو لپاره کار کوي.

له بلوه پلوه له بگرامه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ، چې امریکايې ځواکونه په پیښه خپل هر ډول لاس لرل ردوې.

دوخت سیمه ییز خبریال وایي چې د کندهار په ښار کې ټینگ امنیتي ترتیبات نیول شوي دي، دښار په واټونو او څلورلارو کې دملي اردو سرتیرې لیدل کیږي.

له بلوه د

نثارجمال، په سویل کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/cat-4/009402.php