Thursday May 28, 2009
په پکتیکا کې ۳۴ طالب وسلوال ووژل شول
وخت خبري آژانس
دښرنې ښار
دغبرگولې اوومه
تیره شپه د پکتیکا ولایت وړمهمي نومې سرحدې ولسوالې کې دگومل او دو چیني ترمنځ دسیدخان خونۍ په سیمه کې دافغان پولیسو او ناټو ځواکونو لخوا یولړ عملیات ترسره شوي دي چې په ترڅ کې ۳۴ طالب وسلوال وژل شوي دي.
د پکتیا والي ویاند حمیدالله ژواک وخت خبري آژانس ته وویل چې، په دغه سیمه کې جگړو شاوخوا پنځلس دقیقي دوام وکړ، چې په ترڅ کې ۳۴ طالبان ووژل شول.
وایي چې په دې جگړه کې د ایساف یو سرتیری هم ټپي شوی دي.
خو په جنوب ختځو ولایتونو کې دناټو مطبوعاتي دفتر وایي، چې په دې جگړو کې ۲۷ طالبان وژل شوي دي.
دغه دفتر وایي چې په دې عملیاتو کې دبهرني ځواکونو سره یوځاي افغان ملي اردو او ملي پولیسو هم ملتیا لرله.
د سرچینې د مالوماتو له مخي، دوي په سیمه کې دواړه ځمکنې او هوایي عملیات پریو وخت پیل کړل.
دپکتیا دوالي ویاند دمالوماتو له مخي په دغه جگړو کې ۴موټر،۲۷ موټرسایکل، ۷ میله پکه ، ۴ میله راکټ او گڼ شمیر نور مختلف ډوله مهمات هم د دوی ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړی وایي چې د طالبانو مړې دجگړي په میدان کې پراته دي او هلته یي یو هیئت لیږلې ترڅوطالبانو ته درسیدلې زیان کچه مالومه کړې چې ،جزییات به یې وروسته په ډاگه شي.
ژواک وایي ، په دغه سیمه کې وسلوال طالبان په یوځاي کې سره راټول و چې دوی پري برید وکړ.
دغه راز نوموړی زیاتوې، په دغه پیښه کې ملکي وگړیو ته هیڅ زیان ندی اوښتی.
تراوسه پدې اړه طالبانو کومي څرگندونې ندي کړي.
الهام خوستی، په جنوب شرقي ولایتونو کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 226
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دپکتیا په گرده څیړۍ ولسوالۍ کې د ناټو پر ځواکونو برید وشو په پکتیکا کې ۳۴ طالب وسلوال ووژل شول ۳۵كليومتر سرك عنقريب اعمار میگردد درهرات ازوقوع يك انفجاربزرگ جلوگيرى شد چهارانجينر چینایی ازچنگ رباینده گان رها گردید درغور هفت گروپ مسلح به پروسه داياك پيوست هلمندكې،۲پوليس په ۱۷ كاله بندمحكوم شول ننگرهاركې،ځنې وسلې ډاياك پروگرام ته وسپارل شوه زابل ميشت کډوال ، ګڼو ستونزو سره مخ دي عظیمی : 2009 سال دشوار به افغانستان خواهد بود