Tuesday November 18, 2008
کندهار کې دښوونځيو نجونو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول کيږي وخت خبري آژانس
کندهار ولايت
لړم ٢٧مه
د کندهارولايت خلک اندیښنه لری چی له هغه ورځی چی د نازو انا ښوونځى پر نجونو باندی د ناڅرگنده وسله والو کسانو لخوا تيزاب وشيندل شول د دوی نجونی ښوونځيو ته د تگ لپاره زړه نه ښه کوي؛خو دپوهنی ریاست چارواکی بیا وایی چې امنېتي چارواکو سره په سلا دې هوکړې ته رسيدلي چې دښوونځيو نجونو امنيت به نيول کيږي.
د کندهار ولايت د پوهنې رياست مرستيال نجيب الله احمدي وخت خبري آژانس سره په يوه ځانگرې مرکه کې کړېدي.
نومړي وويل چې په دغه ولايت کې ښونځيو ته د نجونو زده کوونکو تلو بهير ورځ تربلې زياتيږي.
احمدي وويل:(( دميرو يس مينې په سيمه کې دنازو انا ليسې زده کوونکي او ښوونکي دپخوا په څير خپلو زده کړو او تدريسي چارو ته دوام ورکوي او په دغه ولايت کې دښونځيو زده کونکو دامنيت ساتلو په موخه يې يولړ کوټلي ګامونه پورته کړي دي.))
دده په خبره امنيتي مسؤلينو سره يې په گډه يو امنيتي پلان جوړ کړى ترڅو پوليس وکولاى شي ښونځيو ته د زده کوونکو راتگ او د رخصتي پرمهال د ښار ټولې څلور لارې ، واټونه تر خپل کنترول لاندې راولي.
نوموړي وويل :((د پوهنې وزارت چارواکي کوښښ کوي ښوونکو او د کندهار ولس خلکو ته د ډاډ روحيه ورکړي ترڅو هغه ويره کوم چې دسيمې خلکو کې خوره شوې له منځه لاړه شي او خپل ماشومان نجونې او هلکان ښونځيوته راوليږي.))
دنازو انا ليسې يوه ښوونکې چې خپل ځان نازنينه معرفي کوي د وخت خبري آژانس خبريال ته وويل :((ښوونځي ته هره ورځ ښوونکي او زده کوونکي راځي او دنورو ورځو په شان په مکتب کې درسي چارې دوام لري د ډول د خطر احساس نه کوو.))
دا پداسې حال کې ده افغان دولت او نړيوالو ټولنو دهغو نجونو د درملنې او زده کړو مسئوليت په غاړه اخيستى دى چې څه موده وړاندې د تيزاب پاشلو له کبله زيانمنې شوې دي.
خبريال _ نثارجمال
ايډيټ _ صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 134
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : کندهار کې دښوونځيو نجونو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول کيږي بیش از 50 ولسوالی کشور مشکلات امنیتی دارد جامعه جهاني باید در موافقه با دولت افغانستان عمل نماید رییس جمهور ! کوکنار نمی کاریم محبوسین ما را رها کنید کرزي ١٠٠ هزار دالر به قربانيان زلزله پاکستان کمک کرد بیش از ٢٧٠هزارافغان از پاکستان عودت نموده اند تجارت وزير صاحب ته! طالبانو دجغتو پرولسوالۍ راکټي بريد وکړ کای آیده : طلبان به رساندن غذا به مردم نیازمند مشارکت نمایند احمدولي کرزي دنيويارک ټايمز ورځپاڼې لخوا پورې شوي تورونه رد کړل