Saturday October 4, 2008
بهين :پاکستان دافغان سفير دپيداکولو په موخه هڅى گړندى کړى كويټه ، وخت خبري اژانس
دتلې ١٣مه نيټه
پاكستان امنيتى چارواکو تر دى دمه د تښتول شوى افغان سفير عبدالخالق فراهي دبرخه ليک په اړه افغان لورى ته مالومات ندى ورکړى.
داخبره دفراهى د بېرته موندلو په موخه له افغانستان څخه دلېږل شوي پلاوي مشر سلطان احمد بهين له وخت خبري اژانس سره په خپله يوه ځانګړې مركه كې وکړه او وويل :
((تر دا مهاله پورې راته د پاكستان امنيتي چارواكيو له پېښور څخه د تښتول شوي افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي په اړه هيڅ ډول معلومات نه دي راكړي .))
بهين له وخت خبري اژانس سره په خپلو خبرو كې د افغان سفير له تښتونكيو څخه په كلكه وغوښتل چې فراهي كه له هرې ډلې سره وي ژر تر ژره دي يې خوشي كړي .
بهين دخبرو په لړ کى زياته کړه : ((عبدالخالق فراهي يو ډېر دينداره مسلمان او تكړه مجاهد دى .))
دده په خبره هيڅ كومې داسې ډلې ته چې ځانونه مسلمانان هم بولي دا نه ښايي چې يو تكړه مجاهد ،د خلكو خدمتګار او كورنۍ يې په خپل دا ډول عمل سره وځوروي .
بهين د خپلو خبرو په ترڅ كې دا هم وويل :((د پاكستان امنيتي چارواكوراته په وارو وارو ويلي دي چې د افغان سفير د بېرته موندلو په لاره كې به ټكني ګامونه اوچت كړي . خو تر دا مهاله يې راته د سفير په اړه هيڅ معلومات نه دي راكړي . ))
د بهين په وينا چې تر دا مهاله پورې دوى د سفير د پيدا كېدو په موخه د پاكستان د امنيتي چارواكيو له پلټنو څخه خوښ دي خوكه هغوى په خپلو پلټنو كې زياتوالى راولي ښه خبره ده .
همدا رنګه سلطان احمد بهين وويل چې د حاجي عبدالخالق فراهي د پيدا كېدو په موخه ورته د مسليم ليګ نواز ډلې مرستيال راجه ظفر الحق او د عوامي نشنل ګوندمشر افراسياب خټك چې دا مهال په هندوستان كې دى د مرستې وعدى کړيدى .
ده وويل چى افراسياب خټك ډاډ وركړى، چې څنګه هم پاكستان ته ورسېږي په هر تو ګه چې وي د افغان سفير په پيدا كولو كې به ځان ونه سپموي .
بهين وو نه ويل چې خټك به كله پاكستان ته راستنېږي .
كه څه هم د سفير د پيد ا كېدو په موخه له افغانستان څخه له رالېږل شوي پلاوي سره د پاكستان امنيتي چارواكي هر ورځ نوې نوې وعدې كوي چې ګواكي ډېر ژر به افغان سفير د تښتونكيو له منګولو څخه وژغوري . خو د فراهي د تښتول كېدو ديارلس ورځې پوره شوې چې پاكستاني چارواكيو د سفير هيڅ درك نه دى مالوم كړى .
درې ورځې وړاندې پاكستاني طالبانو له كوم ناڅرګند ځاى څخه د ټلېفون پر ليكه وخت خبري اژانس ته وويل چې ګواكې افغان سفير يې د پاكستان استخباراتي شبكو ته سپارلى دى . خو تر دا مهاله د پاكستان استخباراتي شبكو د طالبانودغه خبرې بې اساسه بللې دي .
افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي ديارلس ورځې وړاندې د پېښور په حيات اباد سيمه كې د نا مالومو وسلوالو له خوا و تښتول شو چې تر دا مهاله يې د بېرته خوشي كېدو هيڅ درك نه دى څرګند شوى .
خبريال:جان اغا سعيد
ايديت: وخت خبرى آژانس
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 325
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : کرزي ١٠٠ هزار دالر به قربانيان زلزله پاکستان کمک کرد بیش از ٢٧٠هزارافغان از پاکستان عودت نموده اند تجارت وزير صاحب ته! طالبانو دجغتو پرولسوالۍ راکټي بريد وکړ کای آیده : طلبان به رساندن غذا به مردم نیازمند مشارکت نمایند احمدولي کرزي دنيويارک ټايمز ورځپاڼې لخوا پورې شوي تورونه رد کړل بهين :پاکستان دافغان سفير دپيداکولو په موخه هڅى گړندى کړى درسمنگان:رقم تلفات مرض سارى شبيه کلوراافزايش يافت در سمنگان بیماری نامعلوم بیش از 300 تن را روانه بيمارستان ساخت والی بلخ : در تشنجات اخیربوهنتون بلخ پدرام دست دارد