دامريکا ولس مشر بوش ميرمن لورا بوش په ناڅاپي ډول کابل ته راغله سره لدي چي دنوموړي دسفر موخه نده څرگنده شوي خو په پام کي ده چي دافغان دولت له لوړپوړو چارواکوسره کتنه وکړي.
ويل کيږي چي لورا بوش به باميانو ولايت ته سفر وکړي او دبودا مجسمو او همدا راز دابريشمو لاري له پاته شونو څخه به هم ليدنه کوي .
ميرمن بوش مخکي تر دي هم افغانستان ته راغلي وه او افغان ولس مشر حامد کرزي سره يي ليده کاته کړي ووخو دا ځل هغه ولايت ته ځي کوم چي والي يي هم ښځه ده او لورا بوش هم ويلي چي دسفر موخه يي په افغانستان کي دښځو له وضيعت څخه ځان خبرول دي.
دلورا بوش سفر افغانستان ته په داسي حال کي ترسره کيږي چي افغان دولت چارواکي پاريس کنفرانس ته ځان چمتو کوي .
تر دي دمخه دپولند او پاکستان دبهرنيو چارو وزيران افغانستان راغلي وو چي په سيمه او هيواد کي يي په څرگندونو سره بيلابيل نظرونه راوپارول.