سایت خبری وخت
Monday October 26, 2009

گل آغا شيرزى ديوه مرگوني بريد څخه ژوندى ووت

وخت خبرى اژانس

جلال آباد ننگرهار

دلړم ۴مه

ننگرهار والى نن سهار پر ۹ نيمو بجو ديوې مرگونې حملې څخه ژوندى وتلى ، دحمله كونكيو يو تن ځاى پر ځاى وژل شوى او بل يې ژر دهوټل نه وتلو وروسته پارك او ولايت ته څېرمه ژوندى نيول شوى.

وخت خبرى اژانس خبريال چې دپېښى ځاى ته ورغلى وايى چې دوه تنو چې په وسله اوبمونو سنبال و دننگرها په پشتو نستان هوټل كې يې دننگرهار پروالي په داسې حالت كې بريد وكړ چې په دغه هوټل كې يوې غونډې ته ورننوت.

دننگرهار والي وياند عبدالزي وخت خبرى اژانس او رسنيو ته ويلي، چې ددغو كسانو موخه دننگرها والي و چې له نيكه مرغه په خپل پلان كې ناكام شول.

عبدالزي په وينا، په پېښه كې يو تنه دامنيت ملي او نورو ځواكونو له خوا وژل شوى او بل يې ژوندى نيول شوى.

نيول شوى كس، ځوان دى او خپله ږيره او بريتونه يې پاك كړې دي، دڅېرې نه دپاكستان پولې هغې غاړې خلكو نه مالوميږي.

دعبدالزي په وينا له دوى سره يو كلشنكوف، ۵ شاجوره او ۷ لاسى بمونه و.

دمخابراتو رياست په غونډه كې شاملو كسانو وخت ته ويلي چې ډزې هغه وخت پيل شوې چې والي غوندې ځاى ته راننوت.

دوى ويلي بريد كونكيو نه غوښتل عام خلك ووژني نو ځكه يې ځينو ته دوتلو اجازه وركړه، خو په پراگنده ډزو كې چاته تاوان ندى رسيدلى او والي هم و ژغورل شو.

يو تن نيول شوى كس ملي امنيت رسنيو ته وښود چې زولنې يې په لاسو نو او پښو كې وې، خو تراوسه يې هويت مالوم ندى.

ملي امنيت رسنيو ته ژمنه وكړه چې ژر به خپلې پلټنې بشپړې او ټولو سره به يې شريك كړي.

دوالي وياند وخت ته ويلي گل اغا شيرزى روغ رمټ دى، يوې بلې غونډې ته روان هغه يې ځنډولې.

ذبيح الله مجاهد رسنيو سره په تماس كې ويلي چې دغه بريد ددوى كسانو ترسره كړى.

نورجزئيات له وخت نه ترلاسه كړى.

خبريال: ضياء الرحمان حسرت

اډيټ: طيب




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/010963.php