وخت خبرى اژانس
كندهارښار
دتلې ۲۶مه
كندهار امنيتى مسوولين وايى، دكندهار ښار اتمې حوزې اړونده سيمه كې دمخالفينو يو پټنځاى كشف او له په يوې لنډې نښته كې يې دهغوى يو تن يې وژلى دى.
دكندهار امنيه قومندانى مسوولين وايى نن سهار يې ددغه ښار اتمې حوزې په كوكران سيمه كې دمخالفو وسله والو يو پټنځاى كشف او تصفيوي عمليات يې ترسره كړي.
دكندهار امنيه كوماندان سردارمحمد ځاځي وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: ((دپېښې پرځاى مخالفينو سره لنډه نښتې شوې او په پاى كې يو مخالف وسله وال وژل شوى او درې تنه شكمن كسان نيول شوي دي.))
دځاځي په وينا پېښه كې يو پوليس هم ټپي شوى.
نوموړي زياته كړه پېښې پلټنو پرمهال په سيمه كې ۴ موټر سايكلونه چې په بريدونو كې ځنې كاراخيستل ديوې پيكا، پټاقيو او نورو چاودېدونكيو توكيو سره نيول شوي.
دغه راز دپېښې ځاى كې ۵۰ متره ځانگړى لين چې په چاودنو كې ځنې كاراخيستل كيږي هم پيدا شوى.
دكندهار امنيتى مسوولينو په وينا په يوه بله جلا پېښه كې پرون ماښام په ارغنداب ولسوالى كې عمليات شوي چې دنښتو په پاى كې يو طالب وژل شوى او نور ټپيان شوي دي.
دكندهار امنيه كوماندانى مسوولينو په وينا په دغه نښته كې يو شمير وسلې او مهمات هم پوليسو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه ددغې نښتې په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.
خبريال: نثارجمال، په كندهار كې دوخت خبريال