وخت خبرى اژانس
جنوبي افغانستان
دتلې ۲۶مه
ناتو او ايساف ځواكونو وايى نن دهېواد په جنوب كې ديوه وسله وال بريد په نتيجه كې يو امريكايى پوځي وژل شوى او په بيلا بيلو نښتو كې گڼ شمير وسله وال مخالفين وژل شوي او نور ژوندي نيول شوي دي.
دناټو او ايساف مطبوعاتو دفتر څخه خپرې شوې بيانيې كې چې څو شيبې دمخه وخت خبري اژانس ته رسيدلي ددغې پېښې نېټه نن ښودل شوې خو دقيق ځاى په اړه يې څه ندى ويل شوى.
په بيانيه كې ويل شوي، پرون افغان او ناټو ځواكونو دتصفيوي عملياتو اوپلټنو پرمهال دسپيرې ولسوالى افضل خيلو كلي كې دغره لمنې ته يو كورتربريد لاندې ونيوه چې په پايله كې څو تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمير نور دمخالفينو سره دلاس لرو په تور نيول شوي دي.
په پېښه كې كوم افغان او بهرني سرتيري ته زيان ندى اوښتى.
دغه راز نړيوال ځواكونو دپه تيرو ۲۴ ساعتونو كې دارزگان په حوض خاص اود هلمند په نهر سراج ولسوالى كې دمخالفينو وژنې و نيونې ادعا كړې.
دايساف بيانيې له مخې لومړى پېښه كې دارزگان په حوض خاص سيمه كې دمخالفينو ديوه گروپ څو تنه ووژل او يو شميرنوريې ټپيان او ژوندي ونيل كله چې دوى ديوه كوماندان نيولو په لټه كې و.
دوه نورې پېښې دهلمند په نهرسراج او لشكر گاه ولسوالى كې رامنځ ته شوي كله چې دنړيوالو او افغان ځواكونو گزمې ټيم دځايى وسله والو تربيد لاندې راغى. په دغه پېښه كې يو وسله طالب وژل شوى او څوتنه ژوندي نيول شوي.
دغه راز ايساف او ناټو دبيانيه له مخې پرون داستخباراتي مالوماتو ترلاسه كولو وروسته دغزني په يوه سيمه كې يوه كورتالاشى پرمهال، چې دمخالفين پناه ځاى گڼل كيده څو تنه وسله وال مخالفين وژل شوي.
دبيانيه له مخې په دغو عملياتو كې ايساف او افغان ځواكونو ته كوم زيان ندى اوښتى.
خبراو اډيټ: طيب