Saturday October 17, 2009
په لغمان ولایت کې ۹ کیلومټره سره گټي اخیستنې ته چمتو شو
وخت خبري آژانس
دمهترلام ښار
دتلی ۲۵ مه
دلغمان ولایت اړونده د علیشنگ په ولسوالی کې نن ۹ کیلو متره سړک بشپړ او گټې اخیستنې ته چمتو شو.
دلغمان ولایت والي ویاند سید احمد صافي، وخت خبري آژانس ته وویل، دا سړک د ۹ کیلومټره په اوږدوالي سره دعلیشنگ په ولسوالی کې د امریکا د متحده ایالاتو دانکشافي اداري په مالي مرسته جوړ شوی دی.
نوموړی وایې چې، سړک دعلیشنگ ولسوالی د اسلام آباد او سالار سیمي یو له بل سره نښلوي.
هغه زیاتوي، پردې سړک ۷ لکه او ۳۱ زره امریکایې ډالر لگښت راغلی چې، د بشپړیدو چارې یې په شاوخوا ۷ میاشتو کې تکمیلي شوي دي.
دی زیاتوي، چې د سړک جوړیدو پرمهال شاوخوا ۳ سوه ځایي اوسیدونکو ته هم د کارزمینه برابره شوی و.
دصافي پروینا دا سړک دانجنیري تخنیکونو له پلوه د هیواد په دریمه درجه سړکونو په کتار کې راځي.
هغه زیاتوي چې ددې سړک په پرانستې سره به پادو سیمو کې دخلکو دتگ راتگ ډیری ستونزې حل شي او د یادو سیمو ترمنځ به مزل هم په ساعتونو کم شي.
دیادونې وړه ده چې په تیرو کې هم د لغمان په ولایت کې بېلا بېلي ټول گټي پروژي ددې ولایت د چارواکیو لخوا پرانستل شوي چې له امله یې ددې ولایت دزرگونو اوسیدونکیو شته ستنونزې حل شوي دي.
ضیاء الرحمان حسرت په لغمان کې دوخت خبریال
ایډيټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 65
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عدم اعلان نتایج انتخابات نگرانی های مردم را برانگیخته است مسابقات دوش در ولایت بغلان آغازشد گڼو پېښو كې پاكستاني ځواكونو اوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې يو بل امريكايى سرتيرى ووژل شو كندهارښاركې دوسله مخالفينو پټنځاى كشف شو په زرگونو كسانو بولدك كې بياټاكنوپرضد مظاهرې كړي په لغمان ولایت کې ۹ کیلومټره سره گټي اخیستنې ته چمتو شو دخوست د یعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ برید وشو د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه په جنوبي وزیرستان کې پولیسو او وسلوالو ته مرگ ژوبله واوښته