Saturday October 17, 2009
دخوست د یعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ برید وشو
وخت خبري آژانس
دیعقوبیو ولسوالی – خوست
دتلی ۲۵ مه
څو شیبي وړاندي دخوست دیعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ باندي د کوم نامالو لوری څخه د توغندیو برید شوی دی.
ددي ولسوالی ولسوال زرمید مخلص وخت خبري آژانس ته وویل چې، ډیری توغندی په شاړو ځمکو کې پریوتي دي خو یوه مرمۍ د ولسوالی د ودانۍ دننه لگیدلی چې له امله د ملي اردو دوو سرتیرو سربیره ۵ تنه ملکي وگړي ټپیان شوي دي.
نوموړی وایې چې د ټپیانو په ډله کې دووتنو روغتیایې حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
ښاغلی مخلص زیاتوي چې ټپی شوي کسان په خوست کې د ایتلافي ځواکونو دچورلکو له لاري ددې ځواکونو روغتون ته لیږدول شوي دي چیرې چې د دوی درملنه روانه ده.
که څه هم طالبانو تراوسه پدي اړه رسنیو ته څه ندي ویلي، خو دخوست دا سیمه ییز چارواکی وایې چې دا ډول بریدونه په یاده ولسوالی کې دوسلوالو طالبانو لخوا ترسره کیږي.
میرویس ، په خوست کې دوخت خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 79
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عدم اعلان نتایج انتخابات نگرانی های مردم را برانگیخته است مسابقات دوش در ولایت بغلان آغازشد گڼو پېښو كې پاكستاني ځواكونو اوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې يو بل امريكايى سرتيرى ووژل شو كندهارښاركې دوسله مخالفينو پټنځاى كشف شو په زرگونو كسانو بولدك كې بياټاكنوپرضد مظاهرې كړي په لغمان ولایت کې ۹ کیلومټره سره گټي اخیستنې ته چمتو شو دخوست د یعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ برید وشو د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه په جنوبي وزیرستان کې پولیسو او وسلوالو ته مرگ ژوبله واوښته