وخت خبري آژانس
دگردیز ښار
دتلی ۲۵مه
نن تر غرمې وړاندې د پكتيا ولايت اړونده د زرمت ولسوالۍ د ابراهيم خیلو په سيمه كې د پولیسو د گزمې په موټر د سړک غاړي یو بمي چاودنې وشوه .
ددې ولایت د امنیه قوماندانی مرستیال مل پاسوال غلام دستګير رستميار وخت خبري آژانس ته وویل چې، په چاودنه کې ۴ سرتیري ټپیان شوي دي .
هغه وایې چې تپي شوې سرتیرې اوسمهال تر درملني لاندي دي ، چې روغتیایې حالت یې ډاډ وړ دی.
طالبانو ددې پیښي مسوولیت پرغاړه اخیستی دی، دطالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي، چې دا كار دوى كړى .
نوموړی وایې چې په پیښه کې یې د ملي پولیسو ۱۱ سرتیري مړه او ټپیان کړي دي.
خو دپکتیا سیمه ییز چارواکې د طالبانو دا ادعا نا سمه بولي.
دیادوني وړ ده چې نن د پکتیا په ولایت کې دسړک جوړوني د خصوصي شرکت ۱۵ کارکونکې هم د نا مالومو وسلوالو لخوا تښتول شوی و.
طالبانو ددي پیښي مسوولیت هم پرغاړه اخیستی او زیاته کړي ده چې نوموړیو کسانو ددوی د اجازي پرته په اړونده سیمه کې کار کاوه.
تراوسه د تښتول شویو کسانو د سرنوشت په اړه نور مالومات ندي ورکول شوي.
میرویس، په پکتیا کې دوخت خبریال
ایډیټ: طیب