سایت خبری وخت
Saturday October 17, 2009

په پکتیا کې د سړک جوړوني ۱۵ کارکونکې وتښتول شول
وخت خبري آژانس
دگردیز ښار
دتلی ۲۵مه

دا پېښه د خوست او ګردېز ترمنځ غځيدلې لويې لارې ته نېږدې د پکتيا اړوند د وزي ځدراڼو ولسوالۍ د ميتي په نوم سيمه کې شوې.

د دپکتیا ولایت دوزي ځډرانو ولسوال عبدالوالي ځدراڼ وخت خبري آژانس سره د خبرو پر مهال دپیښي د پخلي ترڅنگ دا د وسله والو کار وباله.

هغه زياتوي چې بيول شوي کسان ټول هغه کليوال دي چې په سړک کې يې ورځنۍ مزدوري کوله.

نوموړی وایې، يادو کسانو د هغه سړک په جوړولو کار کاوه، چې د خوست او ګردېز له لويي لارې سره د وزي ځدراڼو ولسوالۍ د ميتي په نوم غرنۍ سيمه تړي او دا هغه ځاى دى چې د ژمي په موسم کې پرې ډېرې واورې وريږي او ډيرى سيمه وال يې د غرونو په ځنګلونو کې د لرګيو په وهنه بوخت وي.

وسله وال طالبان ددې پیښي مسوولیت پرغاړه اخیستی، د طالبانوویاندذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلې چې نوموړي۱۵تنه دوى بېولي دي.

د يادولوده چې تېره اوونۍ د همدې ولسوالۍ اړوند د سروټي په نوم سيمه کې د سړک جوړونې په کارکوونکوځانمرګى بريد هم شوى ؤ او يو شمېر كاركوونكو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې وه.

څه وخت وړاندې هم له دې سيمې د سړك جوړونې۱۳ تنه كاركوونكي ژوندي بيول شوي وو او وسله والو طالبانو يې له راخوشي كولو وروسته وويل، چې پر سړك د نه كار كولو ژمنه يې تېرې اخېستي ده.
د خوست او ګردېز لويه لار او ورڅېرمه نورې غرنۍ لارې نېږدې هره ورځ پر افغان او بهرنيو ځواكونو او اكمالاتي كاروانونو د بريدونو او چاودنو شاهدې وي.

وسله وال طالبان ښايي دلته د سړك جوړونې له چارو سره ځكه نه وي جوړ، چې په روغ سړك له يوې خوا د ماين اېښودنې امكان كميږي او له بلې خوا د ځواكونو كاروانونه ګړندى تګ كولى شي.

الهام خوستی، په خوست کې دوخت خبریال
ایډيټ: طیب



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/010807.php