Saturday October 17, 2009
په پکتیا کې د سړک جوړوني ۱۵ کارکونکې وتښتول شول
وخت خبري آژانس
دگردیز ښار
دتلی ۲۵مه
دا پېښه د خوست او ګردېز ترمنځ غځيدلې لويې لارې ته نېږدې د پکتيا اړوند د وزي ځدراڼو ولسوالۍ د ميتي په نوم سيمه کې شوې.
د دپکتیا ولایت دوزي ځډرانو ولسوال عبدالوالي ځدراڼ وخت خبري آژانس سره د خبرو پر مهال دپیښي د پخلي ترڅنگ دا د وسله والو کار وباله.
هغه زياتوي چې بيول شوي کسان ټول هغه کليوال دي چې په سړک کې يې ورځنۍ مزدوري کوله.
نوموړی وایې، يادو کسانو د هغه سړک په جوړولو کار کاوه، چې د خوست او ګردېز له لويي لارې سره د وزي ځدراڼو ولسوالۍ د ميتي په نوم غرنۍ سيمه تړي او دا هغه ځاى دى چې د ژمي په موسم کې پرې ډېرې واورې وريږي او ډيرى سيمه وال يې د غرونو په ځنګلونو کې د لرګيو په وهنه بوخت وي.
وسله وال طالبان ددې پیښي مسوولیت پرغاړه اخیستی، د طالبانوویاندذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلې چې نوموړي۱۵تنه دوى بېولي دي.
د يادولوده چې تېره اوونۍ د همدې ولسوالۍ اړوند د سروټي په نوم سيمه کې د سړک جوړونې په کارکوونکوځانمرګى بريد هم شوى ؤ او يو شمېر كاركوونكو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې وه.
څه وخت وړاندې هم له دې سيمې د سړك جوړونې۱۳ تنه كاركوونكي ژوندي بيول شوي وو او وسله والو طالبانو يې له راخوشي كولو وروسته وويل، چې پر سړك د نه كار كولو ژمنه يې تېرې اخېستي ده.
د خوست او ګردېز لويه لار او ورڅېرمه نورې غرنۍ لارې نېږدې هره ورځ پر افغان او بهرنيو ځواكونو او اكمالاتي كاروانونو د بريدونو او چاودنو شاهدې وي.
وسله وال طالبان ښايي دلته د سړك جوړونې له چارو سره ځكه نه وي جوړ، چې په روغ سړك له يوې خوا د ماين اېښودنې امكان كميږي او له بلې خوا د ځواكونو كاروانونه ګړندى تګ كولى شي.
الهام خوستی، په خوست کې دوخت خبریال
ایډيټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 61
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عدم اعلان نتایج انتخابات نگرانی های مردم را برانگیخته است مسابقات دوش در ولایت بغلان آغازشد گڼو پېښو كې پاكستاني ځواكونو اوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې يو بل امريكايى سرتيرى ووژل شو كندهارښاركې دوسله مخالفينو پټنځاى كشف شو په زرگونو كسانو بولدك كې بياټاكنوپرضد مظاهرې كړي په لغمان ولایت کې ۹ کیلومټره سره گټي اخیستنې ته چمتو شو دخوست د یعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ برید وشو د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه په جنوبي وزیرستان کې پولیسو او وسلوالو ته مرگ ژوبله واوښته