سر خط اخبار     

In English
- Shura plots way for village security in Panjwa'i district 2010-07-29 11:54

- Joint Forces detain insurgents in Logar 2010-07-29 11:51
On Tuesday night, Afghan National Security Forces with International Security Assistance Force partners carried out an
- ISAF unmanned air vehicle lost2010-07-28 17:23
An International Security Assistance Force unmanned aerial vehicle crashed in Kunduz province today.
- Insurgents kill two civilians2010-07-28 16:42
Insurgents killed two Afghan civilians and wounded 15 more in improvised explosive device (IED) attacks all over
- Insurgent IEDs kill and injure numerous civilians in two attacks2010-07-28 16:33
Numerous Afghan civilians were killed and injured today in two separate improvised explosive device attacks in southern
- 2010-07-28 10:42Forty five innocent civilians killed and wounded by a road side bomb
Forty five innocent civilians have been killed and wounded by a road side bomb in Nalan district of Farah province this
- 2010-07-27 17:36 Farmers in Mazar province complain from melon fly disease
Farmers in Balkh province say the majority of their melon products have been destroyed by fly disease, and
- Wahid Omer: After complete destruction of Terrorist networks in Pakistan, Peace is feasible in Afghanistan and region.2010-07-27 14:25
Wiki leaks’ information helps peace and stability in Afghanistan. Wahid Omer president’s spokesperson said this in a press
- 2010-07-27 14:13Afghan-led force captures Taliban commander
An Afghan and coalition security force captured a Taliban sub-commander and several additional suspected insurgents in
- Buildings destruction in Nuristan Province2010-07-27 11:57
Afghan and coalition officials said a partnered force found several buildings in the village of Barg-e Matal, Nuristan
Thursday October 15, 2009
د خوست پوهنتون كې د نجونو له پاره د ځانګړې ليليې جوړولو چارې پيل شوې
وخت خبري آژانس
خوست ولايت
د تلي ٢٣ مه
د خوست په شېخ زايد پوهنتون كې د نجونو له پاره د ځانګړې ليليې جوړولو چارې پيل شوې.
نوموړى پوهنتون دا مهال، د ګوتو په شمېر ښځينه محصلينې لري، خو مسؤولين يې وايي، چې د نوې ليليې په جوړيدو سره به د نجونو محصلينو شمېره ډېره شي.
په همدې اړه جوړو مراسمو كې د شېخ زايد پوهنتون پر مسؤولينو او خوست ځايي چارواكو سربېره له مركز كابله، د مخدره توكو پروړاندې د مبارزې وزارت او كورنيو چارو وزارت دوو معينانو محمدسرور منګل او جنرال داؤد داؤد هم ګډون كړى ؤ.
دغه ليليه، چې نن يې د نوموړو چارواكو له خوا د خوست شېخ زايد پوهنتون ته څېرمه د بنسټ ډبره كېښودل شوه، د مسؤولينو په وينا به د يو كال په اوږدو كې بشپړه شي، د اوسيدو پر خونو سربېره به طعام خوري او جومات هم ولري.
د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال سرور منګل وويل، چې نوموړې ليليې ته اووه لكه شپږ اويا زره امريكايي ډالر ځانګړي شوي او دا هغه پيسې دي، چې خوست ته د كوكنارو د نه كر په وياړ وركول كيږي.
نوموړي وويل، چې دا دريم كال دى، چې خوست د مخدره توكو د نه شتون له امله لومړۍ درجه ولايت بلل كيږي او په وينا يې له امله هر كال دغه ولايت ته يو ميليون امريكايي ډالر وركول كيږي.
د لومړي كال په پيسو، د خوست په مديخېلو سيمه كې يو ښوونځى ورغول شو، خو د صبريو ولسوالۍ هغه كلينيك تر اوسه هم نه دى جوړ، چې همدا پيسې ورته ځانګړې شوې وې، چارواكي يې لامل په هغه سيمه كې روانه ناامني ګڼي.
د پوهنتوني نجونو له پاره اوسنۍ جوړيدونكي ليليه د تېر كال په پيسو جوړيږي او د روان كال له پاره به څو ورځې وروسته يو ميليون نورې پيسې هم خوست ته وركړل شي.
د خوست سرپرست والي څارنوال طاهرخان صبري وويل، چې په نورو ولايتونو كې دغه پيسې پر بزګرانو ويشل كيږي، خو د ده په وينا دا د خوست له پاره يو بل وياړ دى، چې پر ټولګټو پروژو يې لګوي او ګټه يې تل ترتله دغې سيمې ته پاتې كيږي.
شېخ زايد پوهنتون دا مهال په نهو بېلابېلو پوهنځيو كې تر دوو زرو زيات محصلين لري، خو د نجونو شمېر يې د ګوتو له شمېر نه دى پورته.
د پوهنتون ريس دوكتور ګل حسن وليزى وايي، چې د نجونو له پاره ځانګړې نوې ليليې له جوړيدو سره به نه يوازې د خوست، بلكې د هېواد نورو سيمو نجونې هم شېخ زايد پوهنتون ته مخه كړي.
خبريال: الهام خوستۍ
اديت: مقدس


اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 74
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
عدم اعلان نتایج انتخابات نگرانی های مردم را برانگیخته است
مسابقات دوش در ولایت بغلان آغازشد
گڼو پېښو كې پاكستاني ځواكونو اوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې
يو بل امريكايى سرتيرى ووژل شو
كندهارښاركې دوسله مخالفينو پټنځاى كشف شو
په زرگونو كسانو بولدك كې بياټاكنوپرضد مظاهرې كړي
په لغمان ولایت کې ۹ کیلومټره سره گټي اخیستنې ته چمتو شو
دخوست د یعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ برید وشو
د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه
په جنوبي وزیرستان کې پولیسو او وسلوالو ته مرگ ژوبله واوښته