Monday October 5, 2009
خوست د نشه يي توكو د نه كر له امله په لومړى درجه کې ده
وخت خبرى آژانس
خوست ولايت
د تلى ١٣ مه
خوست پرله پسې درې كاله ، د نشه يي توكو د نه كر له امله لومړۍ درجه ولایت شمېرل شوی.
د اخبري نن په خوست کې د نشه یې تو کوپرضد د مبارزې ریاست چارواکو په هغه سیمنارکې وکړې چې د نشه یې توکو د نه کرلو د عامه پوهاوي په اړه جوړشوی و.
دا سيمينار د خوست په میلمستون کې د کوکنارد نه کرلو د عامه پوهاوي په اړه جوړ شوی و، قومي مشرانو، دیني عالمانو، بزګرانو او دولتي چارواکو پکې ګډون کړی و.
د سیمینار ویناوالو په خپلو خبروکې له امنتي چارواکو وغوښتل چې د کوکنارو په نه کرلو او نه کارولو کې دې جدي ګامونه پورته کړي اوهغه خلکو ته دې د قانون له مخي سزا ورکړي چې د نشه یې توکو په تولید او خرڅلاو کې لاس لري.
د خوست سرپرست والي طاهرخان صبري په خپلو خبروکې د کوکنارو ترڅنک په خوست کې د شرابو پلورلو یادونه وکړه او ویې ویل چې دوی به په دې اړه پلټنه ترسره کړي او که د چا په دوکان کې شراب او یا نورنشه یې توکې ونیول شول د قانون او شریعت سره سمه سزا به ورکړل شي.
والي پردیني عالمانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې په دې اړه دې د کلو په جوماتونو کې خلکو ته د دین او اسلام له مخې د نشه یې توکو د کرلو تاوانونه په ګوته کړي او هغوی دې له دې کاره را وګرځوي.
د نشه یې توکو پرضد د مبارزې ریس میرنا ګل تڼیوال د کوکنارو د کارولو د زیانونو په اړه خبرې وکړې، ده وویل چې د نشه یې توکو هرډول کارونه نه یوازې یوه تن تاوان رسوي بلکې په ټولنه کې ډول ډول فسادونه رامنځ ته کوي.
تڼیوال وویل چې په خوست کې د کوکنارو د نکرلو له امله هرکال همدې ولایت ته د جایزې په ډول یو ملیلون ډالر ورکول کیږي چې سږکال هم ورکړل شوي او په خوست کې به دیوه پرمختللي روغتون په جوړولو ولګول شي.
د یادولو ده چې دامهال په خوست کې هیڅ ډول نشه یې توکې نه کرل کیږي خو د چارواکو په وینا بیاهم له دیرشوزرو ډېر كسان، چې زياره يې ځوانان دي، په ډول ډول نشه یې توکو روږدي دي.
خبريال: الهام خوستى
اډيت : طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 44
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عدم اعلان نتایج انتخابات نگرانی های مردم را برانگیخته است مسابقات دوش در ولایت بغلان آغازشد يو بل امريكايى سرتيرى ووژل شو كندهارښاركې دوسله مخالفينو پټنځاى كشف شو په زرگونو كسانو بولدك كې بياټاكنوپرضد مظاهرې كړي په لغمان ولایت کې ۹ کیلومټره سره گټي اخیستنې ته چمتو شو دخوست د یعقوبیو ولسوالی پر ودانۍ برید وشو د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه په جنوبي وزیرستان کې پولیسو او وسلوالو ته مرگ ژوبله واوښته په پکتیا کې د سړک جوړوني ۱۵ کارکونکې وتښتول شول