وخت خبرى اژانس
خوست-پكتيكا
دوږي ۸مه
په جنوب ختيځ افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه وايي، چې د خوست او پكتيكا ترمنځ يوه غرنۍ سيمه كې يې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو عمليات كړي او د هغوى يو شمېر جنګيالي يې وژلي دي.
په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې، ځواكونو يې له سيمه ييزې پوځي اډې د خوست سپېرې او پكتيكا زېړوك ولسواليو ترمنځ په يوه غرنۍ سيمه كې د وسله والو طالبانو پټنځايونه په شپږو رهبري شويو توغنديو ويشتلي.
ددغو قواوو مطبوعاتى دفتر مسوولين وخت خبريال ته ويلي: چې توغنديز بريد وروسته ځواكونو هلته مخامخ پوځي عمليات كړي، چې په پايله كې يې د دوى په وينا له ۳۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دوى وايي، چې د جګړې په ځاى كې يو شمېر وړې وسلې او خيمې هم پاتې شوې دي.
د خوست امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى هم ددغو عملياتو تاييد ترڅنگ وخت ته وويل: (( دغه عمليات د زرخې په نوم سيمه كې ترسره شوي دي.))
خو خپله د سپېرې ولسوال محمد عظيم وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته دتلفون پرليكه ويلي چې، په دې اړه معلومات نه لري.
تر اوسه خپله وسله والو طالبانو هم د دغو عملياتو او خپل لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبان بيا ادعا لري چې د پكتيكا ولايت په زېړوك ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو پر يوه پوځي كتار بريد كړى چې، په نتيجه كې يې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.
دطالبانو په وينا په دغه بريد كې دايتلاف څو پوځي موټر له منځه تللي او يو شمير پلې بهرني سرتيري يې هم ويشتلي او وژلي دي.
خو تر اوسه دا خبره ند سپينه شوى چې طالبان هم دزيړوك ولسوالى هماغه سيمه كې ايتلاف ته دمرگ ژوبلې ادعا كړې چې، ايتلا يې دسپېرې او زيړوك ولسواليو ترمنځ سيمه ښيي.
سپېره د خوست په جنوب لويديځ كې پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې نورې درې خواوې يې د پكتيا، پكتيكا او وزيرستان سيمو ته لګيدلي او د خوست د ناارامو څو ولسواليو په ليكه كې راځي.
خبريال: الهام خوستى، په خوست كې دوخت خبريال
اډيټ: طيب