Saturday July 18, 2009
ننګرهاركې ځايي خلكو۱۱تنه وسله وال طالبان نيولي دي
وخت خبري آژانس
ننګرهارولايت
چنګاښ ۲۷مه
پرون شاوخوا يوولس بجې دننګرهارداچين ولسوالۍ په مهمند درې سيمه كې دولسوال طالبانو او سيمه ييز خلكو ترمنځ جګړه را منځته شوه چې په ترڅ كې۱۱ وسله وال طالبان چې ۸يې بهرنيان دي دسيمې اوسيدونكوله خوا نيول شوي اوڅلورنوريې وژل شوي دي.
دننګرهارامنې قوماندان محمد ايوب سالنګې نن ديو مطبوعاتي كنفرانس كې په دې هلكه خبريالانوته مالومات وركړ او ويې ويل:(( دملي اردو يو عسكر چې په رخصت خپل كورته تللي ؤ طالبانو غوښتل چې هغه له سيمې څخه وتښته وي.))
ده زياته كړه چې پردې مهال وسله وال طالبان، د سيمې اوسيدونكو دغبرګون سره مخامخ شو چې په ترڅ كې دغه جګړه رامنځته شوه اودملي اردو دغه سرتيرى ژغورول شوى، دوه عام وګړي وژل شوي او طالبانو يوتن بل عام وګړي يې له ځان سره بيولى دى.
دنوموړي په وينا په دغه نښته كې ۱۱وسله وال طالبان دځاېې خلكو له خوا نيول شوي چې ۸ تنه يې پاكستاني طالبان دي چې دننګرهارامنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوي دي.
د زياته كړه چې په دغه نيول شوي افغانې طالبانوكې، يوتن يې دننګرهارولايت، يوتن بلې دبدخشان او دريم كس يې دپكتيا اوسيدونكي دي.
د دغه راز وويل چې پدې نښته كې دوتنه بهرنيان طالبان زخميان شوي دي او دعبدالقيوم په نامه ددوئ يو قوماندان څلورتنه وژل شوي دي چې دوه يې خارجيان دي.
ديادوينې وړدى چې نن په همدې باره كې دافغانستان اوپاكستان كورنيوچارو زيران مطبوعاتي كنفرانس په كابل كې وركوي.
خبر: ضاء الرحمن حسرت، په سيمه كې دخوت مسوول اوخبريال
اډيټ: طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 52
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ایتالیا ۵۰۰ سرباز بيشتر به غرب كشوراعزام ميدارند در گيرى ميان نيرو هاى امنيتى و طالبان هشت کشته و زخمى بجا گذاشت براى بيماران روانى بدون سرپرست مركزتداوى ايجاد ميگردد چهار پوليس اسير از نزد طالبان فرار نمود د ناټو اکمالاتي موټرو ته اور ورته کړل شو امریکا اطفائیه بغلان را مساعدت نمود دهالنډ هیواد افغانستان ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه مقرره سلوک براى سارنوالان تصويب و توشيح شد ايتلاف:خوست اوپكتيكا ترمنځ له ۳۰ زيات طالبان وژل شوي داکترعبدالله:اسنادومدارک نشاندهنده تخطى وتخلف دردست دارم