Saturday July 18, 2009
پكتيكاكې ملی اردو ۵سرتیري ووژل شول
خوت خبري آژانس
پكتيكاولايت
چنګاښ ۲۶مه
دپكتيكا ولايت په برمل ولسوالۍ كې د ملي اردو په موټر پسې بمي چاودنه شوې او له امله يې پېنځه سپاره وژل شوي دي.
د دوه سوه درې تندر قول اردو وياند ساعت ګل هوتك وخت خبري آژانس ته وويل: (( د ملي اردو په موټر پسې شوې چاودنې د اردو دوه افسران او درې سرتيري وژلي او موټر يې هم وېجاړ شوى دى. ))
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسؤوليت پرغاړه اخېستى او وايي چې په موټر كې سپاره ټول كسان يې وژلي دي.
تېره ورځ په همدې سيمه كې، بهرنيو ځواكونو ته پر تلونكي اكمالاتي كاروان مخامخ بريد شوى و، چې له امله يې د ځايي چارواكو په خبره اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او وروسته د يوه هوايي بريد په ترڅ كې د ګڼو وسله والو بريدكوونكو د وژنې ادعا هم وشوه.
د همدې پكتيكا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ كې د ملكي وګړو په يوه موټر پسې چاودنه شوې او له امله يې د پكتيكا والي وياند حميدالله ژواك په وينا دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
ژواك وايي، چې دغو كسانو په ورسره موټر كې روغتون ته، يو ناروغ لېږداوه، چې چاودنه پسې وشوه.
بل خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د همدې پكتيكا ولايت په يحياخېلو ولسوالۍ كې يې د بهرنيو ځواكونو يو پوځي موټر هم په ځمكني ماين الوځولى او پكې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
دوى د پكتيا ولايت په شهرنو او د خوست ولايت په لكڼو سيمه كې د پوليسو د دوو رېنجر موټرونو د الوځونې او مرګ ژوبلې ادعاوې هم كړي، خو بايد ياده شي، چې تر اوسه د يادو درېواړه پېښو په اړه بهرنيو او افغان ځواكونو څه نه دي ويلي.
خبر: الهام خوستى، په سيمه كې وخت خبريال
اډيټ: طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 43
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ایتالیا ۵۰۰ سرباز بيشتر به غرب كشوراعزام ميدارند در گيرى ميان نيرو هاى امنيتى و طالبان هشت کشته و زخمى بجا گذاشت براى بيماران روانى بدون سرپرست مركزتداوى ايجاد ميگردد چهار پوليس اسير از نزد طالبان فرار نمود د ناټو اکمالاتي موټرو ته اور ورته کړل شو امریکا اطفائیه بغلان را مساعدت نمود دهالنډ هیواد افغانستان ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه مقرره سلوک براى سارنوالان تصويب و توشيح شد ايتلاف:خوست اوپكتيكا ترمنځ له ۳۰ زيات طالبان وژل شوي داکترعبدالله:اسنادومدارک نشاندهنده تخطى وتخلف دردست دارم