Friday July 17, 2009
ائتلاف: پكتياكې۱۵وسله وال طالبان وژلي دي
وخت خبري آژانس
پكتياولايت
چنګاښ ۲۶مه
بهرني ځواكونه وايي، چې د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې يې تېره شپه پوځي عمليات كړي او په پايله كې يې تر پېنځلسو پورې وسله وال طالبان وژلي دي.
دغه پوځي عمليات تېره شپه دوولس بجې پيل شوې او تر راڼه سهاره يې دوام كړى دى.
د وزې ولسوال عبدالولي ځدراڼ وايي، چې د بهرنيو ځواكونو له خوا د تېرې شپې پوځي عمليات د نوموړې ولسوالۍ د ميتې په نوم سيمه كې شوې.
په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي، چې ځواكونو يې په يادو عملياتو كې څوارلس تنه وسله وال مخالفين وژلي دي.
د ولسوالۍ ځايي مسؤولين وايي، چې د مرګ ژوبلې كره شمېر تر اوسه په دې نه دى جوت، چې دوى د مړو په راټولولو بوخت دي.
خو تر اوسه په دې اړه خپله وسله والوطالبانو څه نه دي ويلي.
د ځدراڼو دا او څو نورې ولسوالۍ د پكتيا او خوست لويې لارې ته څېرمه پرتې غرنۍ سيمې دي، چې ډېر كله پكې پر همدې لار تلونكو بهرنيو او افغان ځواكونو، اكمالاتي كاروانونو او د همدې لارې پر جوړوونكو، د وسله والو له خوا مخامخ بريدونه او چاودنې كيږي.
ويل كيږي، چې د اوسني حكومت او بهرنيو ځواكونو ستر مخالف قوماندان مولوي جلال الدين حقاني د ډلې ډېر فعاليت هم په همدې سيمو كې ليدل كيږي، ځكه نوموړى خپله د دې ځاى اوسيدونكى دى.
خبر: الهام خوستى، په سيمه كې وخت خبريال
اډيټ: طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 48
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ایتالیا ۵۰۰ سرباز بيشتر به غرب كشوراعزام ميدارند در گيرى ميان نيرو هاى امنيتى و طالبان هشت کشته و زخمى بجا گذاشت براى بيماران روانى بدون سرپرست مركزتداوى ايجاد ميگردد چهار پوليس اسير از نزد طالبان فرار نمود د ناټو اکمالاتي موټرو ته اور ورته کړل شو امریکا اطفائیه بغلان را مساعدت نمود دهالنډ هیواد افغانستان ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه مقرره سلوک براى سارنوالان تصويب و توشيح شد ايتلاف:خوست اوپكتيكا ترمنځ له ۳۰ زيات طالبان وژل شوي داکترعبدالله:اسنادومدارک نشاندهنده تخطى وتخلف دردست دارم