وخت خبرى اژانس
پكتيكا- زيړوك
دچنگاښ ۱۳مه
د پكتيكا ولايت په زېړوك ولسوالۍ كې د بهرنيو او افغان ځواكونو پر ګډ پوځي مركز لومړى د موټر بم او بيا مخامخ وسله وال بريد شوى.
جګړه تر څو ساعتونو روانه وه او دواړه لوري يوه او بل ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې كوي.
دپكتيكا والي وياند حميدالله ژواك وخت خبرى اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلى، دموټر بم بريد دپوځي مركز په وره كې شوى او دده په وينا يې يو بهرنۍ سرتېرى وژلى او دوه افغان سرپېري يې ټپيان كړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې جنګياليو يې نن سهار شپږ نيمى بجې په ۸ ټنو چاوديدونكو توكو بار يو لارۍ (دمترك) موټر د زېړوك ګډ امنيتي مركز ته ننويستى او د موټر له چاودنې وروسته يې شلو جنګياليو پر مركز بريد كړى.
دهغه په وينا په دغه بريد او جگړه كې بهرنيو او افغان ځواكونو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د څه وخت له پاره د مركز يوه برخه هم تر خپلې ولكې لاندې راوستې ده.
مجاهد داهم وايي، چې د بريد پرمهال يې ياد پوځي مركز ته نېږدې يوه پوځي چورلكه هم وېشتې او راغورځولې ده.
خو ددغه ولايت وياند، ژواك د چورلكې لويدل نه مني، خو دا مني چې مخامخ جګړه تر څو ساعتونو روانه وه.
دژواك په وينا له باګرامه را الوتې الوتكې د پوځي مركز شا او خوا بمبارد كړې او په پايله كې يې تر دېرشو پورې بريدكوونكو جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد، په داسې حال كې چې په دې بريد كې د ګڼو بهرنيو او افغان سرتېرو د وژنې ادعا كوي، د خپلو ۷ جنګياليو وژنه هم تاييد كړې ده.
د پكتيكا زېړوك ولسوالۍ دغه پوځي مركز، په داسې ځاى كې جوړ شوى، چې نېږدې يې د اوسيدو كورونه او د دغې ولسوالۍ ښارګوټى دى.
هغه مهال، چې دغه مركز جوړيدو، د سيمې خلكو له دې امله احتجاج كړى ؤ، چې د بريد پرمهال به هروخت دمركز شا او خوا كورونه او عام خلك زيانمن كيږي.
وخت سيمه ييز خبريال دپېښې پر دجزئياتو پر پلټنه بوخت دى خو تر اوسه په دې بريد كې د عامو خلكو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوې.
خبريال: الهام خوستى، په پكتيكا كې دوخت خبريال
اډيټ: طيب