سایت خبری وخت
Tuesday June 30, 2009

په ننگرهار کې د ټیليفون یوي ستري دستگاه په کار پیل وکړ


وخت خبري آژانس
دجلال آباد ښار
دچنگاښ ۹ مه

دافغانستان دمخابراتو وزارت وایې تر هغې چې د دولت د مخالفینو گواښونه موجودوي ، په سویلې ولایتونو کې به دگرځنده ټیلفونو دنه فعالیت ستونزې موجوده وي.

دافغانستان دمخابرات او معلوماتې تکنالوژي وزیرامیرزې سنگین دسه شنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې په ختیځ ښارجلال آباد کې وویل : (( د خصوصي شرکتونو په وړاندې دزورزیاتې له امله په سویل کې ځنې کمپنۍ دې ته اړشوي دي چې د ماښام له پلوه خپل گرځنده تیلفونې خدمتونه وځنډوې . ))

نوموړی وویل، که څه هم دوی په ځنې متبادلو لاروچاروغورکړی خو پروینا ستونزې ته دحل لار ونه موندل شوه.

دمخابراتواو مالوماتې تکنالوژي وزیر په جلال آباد کې د ۱۰ زره وړتیا لرونکې نوي دستگاه د پرانستې پرمهال وویل چې، دا دستگاه به د دمگړۍ لپاره د سپوږمکی په مرسته دتیلفون او انټرنیټ خدمتونه وړاندې کوي.

هغه وویل ، دنوري فایبردشبکې د فعالیدوسره به ددې دستگاه دټیلفون او انټرنیټ خدمتونوکار نورهم آسان او پراخ شي.

ښاغلي سنگین د خپلوخبروپرمهال وویل چې په ټول هیواد کې شاوخوا دونیم سوه زره لینې ټیلفونو دوصلوکاردنوري فایبردلاري ددوی ترلاس لاندي دی.

هغه زیاته کړه چې، ددې ټیلفونو یواځې ۱۰۰ زره یې دکابل په ښار کې دي.

ده وویل، اوس مهال په ټول هیواد کې لس میلیونه گرځنده ټیلفونوکارول کیږي چې، فیصدې له مخلې ۸۰ سلنه اودنفوسو دشمیرله مخې ۴۰ سلنه جوړوي.

دمخابراتو او مالوماتې تکنالوژۍ وزیر زیاته کړه چې تیرکال یې د نوموړی وزرات د مخابراتې تکنالوژۍ دخصوصي سکتورد لاري سل میلیونه عواید ترلاسه کړه او تمه لري چې، داکچه به په روان کال کې نوره هم لوړه شي.

ضیاء الرحمان حسرت، په ختیځ کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/009421.php