Thursday June 25, 2009
دپکتیا مرکز او اړونده ولسوالیو ته یې د۴۰ کیلومټره سړک، دپخیدو کار پیل شو
وخت خبري آژانس
دگردیزښار
دچنگاښ څلورمه
پردغه سړکونو چې څه باندې اوو سوو ميليونو افغاني لگښت راځې دپکتیا په مرکز گردیز ښار دواټونو دپخیدو ترڅنگ به دا ښار له سید کرم او احمد آباد ولسوالیو سره ونښلوې.
له ياد شمېر دوولس كيلومټره، د پكتيا په مركز گردېز ښار كې، پر حكومتي بودېجه او پاتې اته ويشت كيلومټره له گردېز څخه د سيدكرم ولسوالۍ پر لوري، د پكتيا ولايتي بيارغونې ډلې، يا پي آر ټي له خوا پخيږي.
په همدې اړه د جوړو مراسمو پرمهال د پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل چې بيا رغونه د سيمې له امنيت سره تړلې او له ځايي خلكو يې وغوښتل چې د دوى ترڅنگ د سړك پخونې چارې په خپله وڅاري او كه د ده په وينا كومه ستونزه پكې وه، نو دى به يې بې له ځنډه كار ودروي او د حل په لټه كې به يې شي.
همدرد وويل، چې د پكتيا له مركز څخه غځيدلى اته ويشت كيلومټره سړك، چې گردېز له سيدكرم او احمدآبا ولسواليو سره نښلوي، د پخولو څلورسوه پنځه اويا ميليونه افغانۍ لگښت د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا وركول كيږي.
د دې ترڅنگ د گردېز ښار په بېلابېلو برخو كې نوى پخيدونكي دوولس كيلومتره سړك باندې د حكومتي بوديجې له لوري دوه سوه دېرش ميليونه افغانۍ لگول كيږي.
د پكتيا د فوايدعامې ريس ظابت خان وویل، چې ياد ټول سړكونه به د اوومترو په پلنوالي سره په پاخه او اساسې ډول جوړېږي او چارې به يې د يوکال په موده كې بشپړې شي.
د ياده ولوده چې لا هم د پكتيا ولايت ډيرى سړكونه خام دي او د خرابوالي له امله يې لارې څو برابره اوږدې او ستونزمنې كړې دي.
الهام خوستی، په جنوب ختیځو ولایتونو کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 205
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دامریکاسنا مجلس،پاکستان ته اوه نیم میلیارده ډالرتصویب کړه دلغمان په علینگار ولسوالۍ کې پربهرنیو ځواکونو وسلوال برید وشو په زابل کې دملي اردو پرموټرچاودنې،دوه سرتیرې ووژل پنج طالب مسلح در بادغیس کشته شدن در بادغیس و فراه فقر موجب خشونت علیه زنان شده دپکتیا مرکز او اړونده ولسوالیو ته یې د۴۰ کیلومټره سړک، دپخیدو کار پیل شو په زابل ولایت کې داستخباراتو یو مدیر له خپل ساتونکې سره ووژل شو در هرات موتر نظامی نیروهای ایساف منفجرگردید دڅارګرو الوتکو په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېره ۹۴ تنو ته ورسېده په ازورگان کې د گډو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳تنه طالبان ووژل شول