Wednesday June 24, 2009
په ازورگان کې د گډو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳تنه طالبان ووژل شول
وخت خبري آژانس
دترینکوټ ښار
دچنگاښ دریمه
چارواکې وایې چې، تیره شپه یې دارزوگان ولایت په خاص اروزگان ولسوالۍ کې د ملی اردو، ملي پولیسو او ایتلاف ځواکونو په یو لړ گډو عملیاتو کې ۲۳ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
دملی اردو د څلورمې لواء قوماندا جنرال عبدالحمید وخت خبري آژانس ته وویل چې دغه عملیات تیره شپه ترسره شوي دي .
دده پروینا، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو دوه تنه لوړ پورې قوماندان هم شامل دي.
خو د ارزوگان دامنیه قوماندانې دجنایي جرمونو سره دمبارزې مدیر بیا وایې چې پدې عملیاتو کې د ۶۵ طالبان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دی.
په اروزگان ولایت کې ځایي خلک د تیري شپي عملیات تاییدوې، خو وایې چې د تلفاتو په اړه کره مالومات نلري.
دغه راز مخالف وسلوال طالبان هم په خاص اروزگان ولسوالۍ کې د عملیاتو او بمبار خبره مني،خو طالبانو ته داوښتې ځاني زیان خبره بي اساسه گڼې ، د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي دوخت سیمه ییز خبریال ته ویلې چې وژل کسان طالبان نه بلکې ملکې وگړې دي، چې دایتلافي ځواکونو د بمبار له امله وژل شوي دي.
نثارجمال په سویل کې دوخت مسوول او خبریال
ايډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 200
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دپکتیا مرکز او اړونده ولسوالیو ته یې د۴۰ کیلومټره سړک، دپخیدو کار پیل شو په ننگرهار کې ایتلافي ځواکونو ته لیږدونکې یو ټانکر اور واخیست په زابل ولایت کې داستخباراتو یو مدیر له خپل ساتونکې سره ووژل شو در هرات موتر نظامی نیروهای ایساف منفجرگردید دڅارګرو الوتکو په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېره ۹۴ تنو ته ورسېده په ازورگان کې د گډو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳تنه طالبان ووژل شول سه سرباز آلمانی درکندز کشته شد دپکتیا ولایت دډنډ پټان ولسوالۍ پر امنیه قوماندان برید وشو په خوست او پکتیکا د بیلا بیلو پیښو پرمهال اووتنو ته مرگ ژوبله واوښته رحمان ملک : د سوات په عملیاتو کې مو ۱۵۹۲ وسلوال وژلې