Saturday June 6, 2009
داروزگان په ولایت کې دوه پولیس او ۲۲ وسلوالو وژل شول
وخت خبري آژانس
دترینکوټ ښار
دغبرگولې ۱۶مه
دارزوگان ولایت د ترینکوټ ښار په اړونده کفترخانې سیمه کې د پولیسو پریو رنجر ډوله موټر باندې پرون ناوخته د مازدیگر په شاوخوا کې یو چاودنه رامنځته شوه چې، له امله یې څلورتنو ته مرگ ژوبله واوښته.
داروزگان دامنیه قوماندانې دجنایي آمر گلاب خان وخت خبري آژانس ته وویل چې په چاودنه کې دوه تنه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي چې په وژل شویو کسانوکې یو تن حاجې آمان الله د اړونده حوزي د پولیسو قوماندان هم شامل دی.
بله خوا وسوال طالبان ددې پیښي مسئولیت پر غاړه اخلې ، ددې ډلې ویاند قاري یوسف احمدې دوخت سیمه ییز خبریال ته ویلې دي د پولیسو پررنجرډوله موټر یې چاودنه رامنځته کړې چې په ترڅ کې پنځه تنه پولیس وژلې دي.
دغه راز داروزگان دامنیه قوماندانې دجنایي آمر وایې چې ،د پنجشنبې په ورځ یې د اروزگان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې د افغان او ایتلافي ځواکونو په گډو عملیاتو کې ۲۲تنه وسلوال طالبان وژلې دي.
هغه زیاته کړه چې پدې جگړو کې گڼ شمیر درنې او سپکې وسلې هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلې چې پکې ۱۰ پایي مخابري هم شامل دي.
خو بله خوا دوسوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدې ، بیا پدې جگړو کې د خپلو سرتیرود وژل کیدو خبره نه مني ، نوموړې وایي چې پدې جگړو کې ۱۰ تنه ملکي وگړې وژل شوي دي.
دیادونې وړ ده چې د اروزگان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د څو ورځو راهیسي د افغان او ایتلافي ځواکونو عملیات روان دي، خو دولتي چاواکیو یواځې نن ددې عملیاتو ترسره کول تاید کړه.
نثارجمال، په سویل کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 49
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دکندهار په سپین بولدک کې چاودنې ۹ تنو ته مرگ ژوبله واړوله داروزگان په ولایت کې دوه پولیس او ۲۲ وسلوالو وژل شول درکاپیسا ۳ سرباز نیروهای ائتلاف کشته شد درگردهمایی ازکاندیداتوری حامدکرزی حمایت شد یک تن ازکاندیدان شورای ولایتی غزنی کشته شد وسلوالو، په پیښور کې دنجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه ژورنالست نوراجان بهیر، دخپلو وروڼو سره یوځای له بنده راخلاص شو درغزنی۲تن در انفجارماين كشته وزخمی شد شماری ازوکلا خواستاره محاکمه جنایتکاران قوای خارجی شدند دکندهار سپین بولدک پر سړک چاودنې، ۷ تنو ته مرگ ژوبله واړوله