Saturday June 6, 2009
دکندهار په سپین بولدک کې چاودنې ۹ تنو ته مرگ ژوبله واړوله
وخت خبري آژانس
سپین بولدک – کندهار
دغبرگولې ۱۶ مه
نن سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د کندهاردموټرو تم ځاي کې یوه چاودنه رامنځته شوه، چې د لومړینو مالوماتو له مخي پکې ۸ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده .
دکندهار ولایت د امنیه قوماندانې د امنیت آمر ډگرمن عبدالله خان وخت خبري آژانس ته وویل چې په چاودنه کې یو میرمن وژل شوې ده او اته تنه نورټپیا شوي دي.
هغه وویل په ټپیان کې دري تنه میرمني او پنځه تنه ماشومان شامل دي .
هغه وویل دري تنه میرمنې پدې پیښه کې سختي ټپي شوي دي، نوموړې د دوی روغتیايي حالت د اندیښنې وړوباله .
دعبدالله خان پروینا چاودیدونکې توکې په یو بایسکل باندې ځاي پرځآي شوی و.
هغه وایې چې د ا یوه ریموټ کنټرول چاودنه و .
هغه وایې بریدکوونکې غوښتل نوموړې مواد د سپین بولدک ښارگوتۍ ته ولیږدوې.
خو دسیمي د خلکو پروینا خپله برید کوونکی چې غوښتل یې دغه چاودنه رامنځته کړې، هم پدې پیښه کې وژل شوی دی.
نثارجمال په جنوبي ولایتونو کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 57
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دور دوم آموزش استادان دارالمعمین ها درکابل آغازشد دربلخ دوتن به جرم قتل داماد های شان به اعدام محکوم شدند دکندهار په سپین بولدک کې چاودنې ۹ تنو ته مرگ ژوبله واړوله داروزگان په ولایت کې دوه پولیس او ۲۲ وسلوالو وژل شول درکاپیسا ۳ سرباز نیروهای ائتلاف کشته شد درگردهمایی ازکاندیداتوری حامدکرزی حمایت شد یک تن ازکاندیدان شورای ولایتی غزنی کشته شد وسلوالو، په پیښور کې دنجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه ژورنالست نوراجان بهیر، دخپلو وروڼو سره یوځای له بنده راخلاص شو درغزنی۲تن در انفجارماين كشته وزخمی شد