Thursday June 4, 2009
وسلوالو، په پیښور کې دنجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه
وخت خبري آژانس
دپیښور ښار
دغبرگولې ۱۴مه
نن سهار د سرحد ايالت په پېښور کې ناڅرګندو وسلوالو د نجونو يو بل دولتي ښوونځي هم په بمونو والوزاوه چې له امله يې د الوزول شوى ښوونځي ودانۍ ويجاړه شوي ده.
د سيمې يو تن اوسېدونکي نورالحبيب وخت خبري اژانس ته د ټیلفون پر ليکه وويل چې ،نن سهار د ښوونځيو له پيل کېدلو وړاندې د پېښور په بډه بېره سيمه کې د نجونو په يو دولتي ښوونځی پرله پسې څو چاودنې وشوې چې، له امله يې ددغه ښوونځي څو ټولګي په بشپړه توګه ويجاړ شول .
ده وويل : ((چاودنې خوار زورورې وې، که چېرته خداى مه کړه په دغه وخت کې د ښوونځي زدکوونکې په ښوونځي کې واى نو په سلګونه مرګ ژوبله به يې اړولې واى )).
په سيمه کې د پوليسو يو تن مشر ملک نويد هم له وخت خبري آژانس سره دخبرو پر مهال پېښه تاييد کړه او ووېې ويل چې ،پلټنې روانې دي تر څو دا مالومه کړې چې پدې پیښه کې څوک لاس لري، خو تر دا مهاله پوليسو څوک له پېښې سره د تړاو لرلو په تور نه دي نيولي .
حکومت دپیښي پړه پرطالب وسلوالو اچوې ،خو تر اوسه پورې په رسمي توګه د پېښې مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې .
جان آغا سعید ، په پاکستان کې دوخت سیمه ییز خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 98
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : وسلوالو، په پیښور کې دنجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه ژورنالست نوراجان بهیر، دخپلو وروڼو سره یوځای له بنده راخلاص شو درغزنی۲تن در انفجارماين كشته وزخمی شد شماری ازوکلا خواستاره محاکمه جنایتکاران قوای خارجی شدند دکندهار سپین بولدک پر سړک چاودنې، ۷ تنو ته مرگ ژوبله واړوله په زابل ولایت کې څلور وسلوال طالبان ووژل شول ژورنالست نوراجان بهیر د ایتلافي ځواکونو لخوا ونیول شول په پکتیا کې چاودنې دکمپاین اته سرتیرې ووژل دربدخشان سیلابها تلفات و خسارات هنگفتی بارآورد وزیر زراعت: در حاصلات گندم للمی ۵۲۰ فیصد افزایش خواهد آمد