Thursday May 28, 2009
په پیښور کې خونړیو چاودنو ۱۱۰ تنه مړه او ټپيان کړل
وخت خبري اژانس
دپیښورښار
دغبرگولې اوومه
نن مازديګر د پېښور په قصه خوانۍ کې پرله پسې درې درنې چاودنې وشوې چې له امله يې تر دا مهاله پورې اته تنه مړه او ترسلو زيات نور ټپيان دي .
په سيمه کې د پوليسو يو تن سيمه ييز مشر قاسم خان وخت خبري آژانس ته د ټیلفون پر ليکه وويل:((چاودنې د پېښور په قصه خوانۍ سيمه کې په پرلپسې توګه رامنځته شوې)).
دده په خبره لومړنۍ چاودنه د برقي سامان آلاتو په يو دوکان کې، دويمه يې پر سړک او درېمه يې په يوه کوڅه کې وشوه .
هغه زیاته کړه چې په دې پېښو کې تر دا مهاله پورې اته تنه مړه او تر سلو زيات ټپيان دي .
دده په وينا په وژل او ټپي شويو کسانو کې پوليس ښځې او ماشومان هم شامل دي .
د پېښې په ځاى کې يو تن عيني شاهد ظفر الله بيا وخت خبري آژانس ته وويل : ((درې واړه چاودنې يوازې د پنځه دقيقو په موده کې رامنځته شوې .))
هغه وایي په چاودنو کې تر شلو زيات موټرونه له منځه تللي او نژدي شاوخوا يو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي .
نوموړی وایې په چاودنو کې ټپي شوي کسان دا مهال د پېښور ليډي ريډينګ نومي روغتون ته لېږدول شوي دي .
د ياد شوي روغتون يو تن ډاکتر محمد اقبال وخت خبري آژانس ته وويل چې تر دا مهاله پوري دوى ته د يو سل او پنځو په شا و خوا کې ټپيان راوړل شوي دي .
نوموړی ډاکټر وایې، اوس هم د ټپيانو د راوړلو لړۍ روانه ده او کېداى شي د مړو او ټپيانو په شمېره کې وروسته نور هم زياتوالى راشي .
دده په خبره په ټپي شويو کسانو کې د پنځلس تنو روغتايي حالت د اندېښنې وړ دى .
خو په سيمه کې يو تن اوسېدونکي مجاهد وخت خبري اژانس ته وويل د پېښي ځاى ته څېرمه په يو درې منزله دفتر کې اوس هم یوشمیر ترهگر ننوتي دي .
هغه وایي دغو ترهګرو دا مهال يو ماشوم له ځان سره برمته کړى دى .
دده په خبره دا مهال د پوليسو او ترهګرو تر مېنځ خال خال ډزې روانې دي چې پکې تر اوسه پورې دوه تنه ترهګر وژل شوي دي .
په سيمه کې يو تن ځايي پوليس عبدالمالک هم له وخت خبري اژانس سره په خبرو کې په سيمه کې د ترهګرو شتون تاييد کړ او زیاتوې چې : ((پوليسو دوه تنه ترهګر ژوندي هم نيولي دي.))
تر دا مهاله پورې د پېښو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې .خو ځايي چارواکي يې د حکومت ضد وسلوالو طالبانو کار بولي .
جان اغا سعيد، په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 107
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دپاکستان په لوړ دير کې لس تنه وسلوال طالبان ووژل شول پکتیکا کې څلورو پوله ساتونکو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته والی کندز دراثرانفجارماین مجروح گردید په زابل کې، وسلوالو ۱۰موټروسوځول او ۱۵ تنه یي ووژل په پیښور کې خونړیو چاودنو ۱۱۰ تنه مړه او ټپيان کړل په پکتیکا کې ۳۴ طالب وسلوال ووژل شول په کندهار کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړل شو بشری:براى هر كانديد۲۰ نفرمحافظ داده ميشود خبرعاجل:ولسوال اومنه پكتيكا كشته شد يكتن ازكانديدان شوراى ولايتى غزنى اختطاف گرديد