Tuesday May 26, 2009
دارزگان قومي مشران :که خپل سری عملیات بند نشي، ټولټاکنو کې گډون نکوو
وخت خبري آژانس
دترینکوټ ښار
دغبرگولې پنځمه
په اروزگان ولایت کې د بارکزیو قومي مشران گواښ وکړ، که ایتلافي ځواکونه په دغه ولایت کې خپل سری عملیات او د کورنو لټون ونه دروې، نو دوی به په راتلونکو ټولټاکنوکې گډون ونکړي .
حاجې محمد نعیم چې د بارکزیو یوتن قومي مشر دي دوخت سیمه ییز خبریال سره یې په خپلو خبروکې وویل :((کچیرې دولت زمونږغږ نه اورې او امریکایان دغسې خپل سری عملیاتو ته دوام ورکوي، نو مونږ به سل په سلو کې په انتخاباتو کې گډون ونکړو.))
ده وویل، که دغه عملیات دغسې روان وې د ناوې ټول اوسیدونکې او هم د بارکزیو قوم به په راتلونکو انتخاباتو کې گډون ونکړې.
پرون هم د ارزگان په مرکز ترینکوټ کې د اروزگان قومي مشرانو ، او ددغه ولایت د مختلفو ولسوالیو څخه راغلو زرگونو تنو یوه سوله ییز لاریون کړی و چې، په هغه کې هم گډونوالو ورته غوښتنې لرلې.
دوی ویل چې، بهرنې ځواکونه دې ژرتر ژره دخلکو کورونو لټون ودروې او په ارزگان ولایت کې دي خپل سرې عملیات بند کړي.
دقومې مشرانو دغه څرگندونې په داسي حال کې ترغوږ کیږې چې ایتلافې ځواکونه بیا په اروزگان کې د ۸ تنو وسلوالو د وژل کیدو خبر ورکړی دی ، خو تر اوسه پدې اړه نه هم د اروزگان دولتې سرچینو او نه هم وسلوالو طالبانو کومې څرگندونې کړي دي.
نثارجمال په جنوبي ولایتونو کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 117
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : زابل كې،۲ترهگر داردو په جامو كې ونيول شول مشرانوجرگه، برخی مقامات حکومتی را استجواب نمود جنرال داود: در۲۶ولايت كشت كوكنارصفرشده است دكندهارښوونكي په تحفواوستاينليكونو ولمانځل شول ايتلاف:په پكتيا كې ۲۰ طالبان ووژل شول دارزگان قومي مشران :که خپل سری عملیات بند نشي، ټولټاکنو کې گډون نکوو مشرانوجرگه قانون امورذاتی افسران اردو ملی را تصویب نمود ټنى:كه خپل سري عمليات بند نشول په ټاكنو كې گډون نه كوو خوست كې ايتلاف؛ دقومونو پيوستون شوراپردفتر بريدوکړ حمله انتحاری بر کاروان ائتلاف کشته وزخمی برجا گذاشت