وخت خبري آژانس
مرجه- هلمند
دغوایي ۳۰ مه
په هلمند کې چارواکې وایي چې ددغه ولایت په مرجې سیمه کې دعملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه مخالف وسلوال وژل شوي دي.
دملي اردو د دریمي لواء قوماندن جنرال محی الدین غورې وخت سیمه ییز خبریال ته ویلي چې، په دغو عملیاتو کې يې دطالبانو د دریو قوماندانو په گډون ۲۵ تنه وژلې دي.
هغه وایي چې دغه عملیات دملي اردو او ایساف ځواکونو لخوا د څو ورځو راپدیخوا په دغه ولسوالې کې روان دي.
نوموړی وایي، چې عملیات په بري سره روان دي او تراوسه پکې دولتي او بهرنیو ځواکونو ته کوم زیان ندې رسیدلى.
دده په وینا په دغو عملیاتو کې یي دهیروینو دجوړولو ۵ فابریکې هم له منځه وړي.
خو بله خوا دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدې وایي چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو د دمرجې په چهارراهي سیمه کې دري تنه عامه وگړې وژلې او څلور نور یي ټپیان کړې.
نوموړى وایي چې نن سهار وختي طالبانو په دغه سیمه کې په برتانوي او امریکایي ځواکونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۸ تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي.
هغه وایي چې گن شمیر نور بهرنې ځواکونه اوس هم دطالبانو لخوا کلابند دي.
خو په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې تیره شپه یې د درنو او سپکو وسلو ډزې په سیمه كې اوریدل کیدې، دوی وايي دسیمي خلک نشي کولاى د خپلو کورونو ووځې او یا دولسوالى بازارته لاړ شي.
دغو سیمه ییزو خلک وخت ته ویلي چې دغو جگړو دوی سخت اندیښمن کړې او گڼ شیمر خلک دې ته اړ شوي څو خپل استوگنځایونه او فصلونه پریږدي او له سیمې کډه وکړې.
دغه راز چارواکي وايي چې د نادعلي ولسوالې پرته د کاروان قلعه، موسي قلعه او گریشک ولسوالیو کې هم ځني چاڼیز عملیات د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو لخوا په لاره اچول شوې دي.
نثارجمال په جنوبې ولایتونو کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب