Monday May 11, 2009
کندهار پنجوایي کې چاودنې، دوه سرتیرې ژوبل کړه
وخت خبري آژانس
دکندهارښار
دغوایي ۲۱مه
څو شیبي وړاندې دکندهار ولایت د پنجوایي ولسوالی بازار ته څیرمه دملي اردو په یو موټر باندې چاودنه شوي ده چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي دي .
د کندهار امنیه قوماندان برید جنرال مطیع الله قاطع د پیښي د تایید ترڅنگ وخت خبري آژانس ته وویل په پیښه کې د ملي اردو دوه سرتیري په سطحي ډول سره ټپیان شوي دي.
نوموړی وایې چې دسرک ترغاړي پر بایسکل باندې ځای پرځای شوي مواد د ملي اردو په موټر باندې چاودلي دي .
هغه زیاتوې تر اوسه پوري دپیښي په تور څوک نه دي نیولی او په دې اړه د پولیسو څیړني رواني دي.
تر اوسه پوري طالبانو ددغې پیښي مسئولیت پرغاړه نه دي اخیستي او نه هم کومي څرگندوني کړي دي .
دیادونې وړ ده چې پرون د هلمند ولایت د گریشک په ولسوالۍ کې دملي اردو او ملي پولیسو په کتار باندې دوه ځانمرگې بریدونه ترسره شوی و ، چې له امله اووه تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.
نثارجمال، په کندهارکې وخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 102
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : زابل كې،۲ترهگر داردو په جامو كې ونيول شول مشرانوجرگه، برخی مقامات حکومتی را استجواب نمود جنرال داود: در۲۶ولايت كشت كوكنارصفرشده است دكندهارښوونكي په تحفواوستاينليكونو ولمانځل شول ايتلاف:په پكتيا كې ۲۰ طالبان ووژل شول دارزگان قومي مشران :که خپل سری عملیات بند نشي، ټولټاکنو کې گډون نکوو مشرانوجرگه قانون امورذاتی افسران اردو ملی را تصویب نمود ټنى:كه خپل سري عمليات بند نشول په ټاكنو كې گډون نه كوو خوست كې ايتلاف؛ دقومونو پيوستون شوراپردفتر بريدوکړ حمله انتحاری بر کاروان ائتلاف کشته وزخمی برجا گذاشت