Thursday May 7, 2009
ډیره اسماعیل خان کې چاودنو،۱۸تنه مړه او ټپیان کړل
وخت خبري آژانس
ډیره اسماعیل خان
دغوایې۱۷ مه
تېرماخوستن د پښتونخوا ايالت په په دېره اسماعيل خان سيمه کې ناڅرګندو وسلوالو په يو مسجد باندې دماخوستن دلمانځه د اداکولو پر مهال درې لاسي بمونه وغوځول چې له امله يې درې تنه مړه او پېنځلس نور ژوبل شول .
بريد د دېره اسماعيل خان په کيران والا ګېټ سيمه کې د قبا په مسجد کې هغه مهال ترسره شو چې لمونځ کوونکي د ماخوستن دلمانځه په ادا کولو بوخت وو .
په بريدونو کې ټپي شوي ټول کسان دا مهال دېره اسماعيل خان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
د ياد شوي روغتون يو تن نوکريوال ډاکټر نصير احمد وخت خبري اژانس ته د ټیلفون پر ليکه وويل :(( تر دا مهاله پورې دوى درې تنه مړه او پېنځلس تنه ټپيان رواړل شوي دي.))
دده په خبره په ټپي شويو کسانو کې د شپږو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .
تر دا مهاله دپېښي پړه کومي ډلي په غاړه نه ده اخيستې خو په ياده شوې سيمه کې دې ته ورته بريدونه وخت نا وخته د سني او شيعه مسلمانانو د خپلمنځي اختلافانو له امله کله کله رامېنځته کېږي .
جان اغا سعيد، په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 120
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : زابل كې،۲ترهگر داردو په جامو كې ونيول شول مشرانوجرگه، برخی مقامات حکومتی را استجواب نمود جنرال داود: در۲۶ولايت كشت كوكنارصفرشده است دكندهارښوونكي په تحفواوستاينليكونو ولمانځل شول ايتلاف:په پكتيا كې ۲۰ طالبان ووژل شول دارزگان قومي مشران :که خپل سری عملیات بند نشي، ټولټاکنو کې گډون نکوو مشرانوجرگه قانون امورذاتی افسران اردو ملی را تصویب نمود ټنى:كه خپل سري عمليات بند نشول په ټاكنو كې گډون نه كوو خوست كې ايتلاف؛ دقومونو پيوستون شوراپردفتر بريدوکړ حمله انتحاری بر کاروان ائتلاف کشته وزخمی برجا گذاشت