Thursday May 7, 2009
پکتیا کې دپولیسو پرتعلمي مرکز برید، ۶ تنه ژوبل کړه وخت خبري آژانس
دگردیز ښار
دغوایې۱۷مه
تیره شپه دپکتیا په مرکز گردیز کې دپولیسو پر یو روزنیز مرکز دتوغندیو برید شوی دی چې له امله دوو بهرنيو سرتېرو په گډون شپږ تنه ټپيان شوي دي .
د پكتيا امنيه قوماندان ملپاسوال عزيزاحمد وردگدپیښي دپخلي ترڅنگ وخت خبري آژانس ته ویلي دي، چې د توغندويو په دغه بريد كې دوه بهرني سرتيري، دوه افغان سرتيري او دوه ملکي وگړې ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوې، تر اوسه یې دپیښي په تور څوک نه دي نیول خو پلټني یې پیل کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پیښي مسئولیت پر غاړه اخیستی دي او وایې چې تېره شپه يې د پكتيا په مركز ګردېز كې د پوليسو د روزنې په ساحوي اكاډمۍ شل توغندي توغولي دي.
دی وایې په دغو بریدونو کې یې۱۷ داخلي او ۶ بهرني سرتيري وژليدي او ترلسو پورې رېنجر موټرونه یې هم سوځيدلي دي.
خو دپکتیا امنیه قوماندان دطالبانو دغه ادعاوې بي اساسي بولي.
د پوليسو پر دغه اكاډمۍ تر دې وړاندې هم ورته بريدونه ترسره شوي دي، چې په کې طالبانو پولیسو ته دمرگ ژوبلي داړولو ادعاوې کړي دي .
الهام خوستی، په جنوب شرقی زون کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 115
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : زابل كې،۲ترهگر داردو په جامو كې ونيول شول مشرانوجرگه، برخی مقامات حکومتی را استجواب نمود جنرال داود: در۲۶ولايت كشت كوكنارصفرشده است دكندهارښوونكي په تحفواوستاينليكونو ولمانځل شول ايتلاف:په پكتيا كې ۲۰ طالبان ووژل شول دارزگان قومي مشران :که خپل سری عملیات بند نشي، ټولټاکنو کې گډون نکوو مشرانوجرگه قانون امورذاتی افسران اردو ملی را تصویب نمود ټنى:كه خپل سري عمليات بند نشول په ټاكنو كې گډون نه كوو خوست كې ايتلاف؛ دقومونو پيوستون شوراپردفتر بريدوکړ حمله انتحاری بر کاروان ائتلاف کشته وزخمی برجا گذاشت