Thursday May 7, 2009
ددیر اوبونېر په جگړو کې ۲۵عام خلک وژل شوي دي وخت خبري آژانس
بونیر- دپښتونخوا ایالت
دغوایې ۱۷مه
نن سهار وختي د پاکستان هوايي ځواکونو د پښتونخوا ايالت په بونير سيمه کې د وسلوالو طالبانو په ګڼ شمېر پټنځايونو هوايي بريدونه وکړل چې له امله د وسلوالو طالبانو او پاکستاني پوليسو په ګډون درېش تنه عام وګړي هم وژل شوي .
په بونير کې يو تن پوليس معراج الدين د ټیلفون پر ليکه وخت خبري اژانس ته وويل:((په بونېر سيمه کې هم وسلوالو طالبانو د حکومتي ودانيو په ولکه کې په اخيستلو او د پوليسو په وژلو لاس پورې کړ چې په غبرګون کې يې پوليسو له هوايي ځواک څخه د مرستې غوښتنه وکړه.))
دده په خبره تر دا مهاله پورې هوايي ځواکونو پنځه ويشت تنه وسلوال طالبان وژلي دي او تر دېرش زیات ټپيان دي .
خو په سيمه کې يو تن ځايي اوسېدونکي محب الله وخت خبري اژانس ته وويل:((په بمباريو کې د اتو تنو وسلوالو طالبانو په ګډون پنځه ويشت تنه عام وګړي وژل شوي دي.))
محب الله زياته کړه چې،د بمباريو په مهال ګڼ شمېر عام وګړي ټپيان شوي هم دي چې دا مهال د لارو د بندېدو له امله په وينو لړلي حالت کې په سيمه کې پراته دي .
د يادوونې وړ ده چې د پښتونخوا ايالت په ګڼو سيمو کې وروسته له هغه چې وسلوالو طالبانو شوى اوربند مات کړ يو ځل بيا خونړی جگړي پیل شوي دي ، چې پولیس وایې وسلوال مخالفین یې وژل دي، خو ځایې خللک او طالبان بیا وایې چې دوی دجگړو په ترڅ کې بی گناه ملکي خلک وژني.
جان اغا سعيد، په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 123
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عالمان دین: درسمنگان تبلیغ مسیحیت ویهودیت میشود ډیره اسماعیل خان کې چاودنو،۱۸تنه مړه او ټپیان کړل پکتیا کې دپولیسو پرتعلمي مرکز برید، ۶ تنه ژوبل کړه ددیر اوبونېر په جگړو کې ۲۵عام خلک وژل شوي دي درغزنی۷پولیس کشته ویک تن آن مجروح گردید ولسوال دهنه غوری باسه تن همراهانش کشته شد در نیمروز، روزانه ۲الي ۳معتاد هلاک میگردد درفراه، بیش از ۱۰۰تن غيرنظامیان کشته شد سناتورفراه: ۱۵۰تن كشته و۱۱تن مجروح گردید په پکتیکا کې ځانمرگی برید کوونکی ژوندی ونیول شو