Tuesday May 5, 2009
په پکتیکا کې ځانمرگی برید کوونکی ژوندی ونیول شو وخت خبري آژانس
دشرنې ښار
دغوایې ۱۵ مه
په پکتیکا کې ځایې چارواکې وایې چه دغه ولایت دبرمل سرحدي ولسوالۍ دانگورو هډي په سیمه کې نن ماسپښین یوځان وژونکي ژوندي نیولي دي .
په جنوب ختیځو ولایاتونو کې دسرحدي پولیسو قوماندان جنرال نبي جان ملاخیل دپیښي د تایید ترڅنگ وخت خبري آژانس ته وویل چې، نیول شوی کس عبدالرحمن دمحمد جان زوی دی .
نوموړی وایې هغه په داسي حال کې دسرحدي پولیسو لخوا ونیول شو، چې غوښتل یې په سرحدي پولیسو باندې ځانمرگۍ برید ترسره کړي.
هغه زیاته کړه مخکې ددې چې دی خپل ځان وچوي، سرحدي پولیسو په ډير مهارت سره هغه ونیوه .
جنرال ملاخیل وایې چې ده په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې دی افغان دی، خو له ده سره نیول شوي اسناد او پاکستاني شناختي کارډ موجودیت دا په ډاگه کوي چې دی پاکستان هیواد اوسیدونکی دی.
دسرحدي پولیسو دقوماندان په وینا، دده په خپلو لومړنیو څرگندونو کې دا هم ویلي دي چې له ده سره دوه تنه نور برید کوونکی هم و، خو دملاخیل په وینا اوس مهال دهغوی په اړه لا مالومات په لاس کې نشته .
دیادونې وړه ده نن د پكتيكا والي ویاند په دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې دجلا پېښو له امله د شپږ تنو د وژلو کیدو، اووهنورو د ټپي کیدو اودغه راز د نهه نورو دنیول کیدو خبر هم ورکړي و.
الهام خوستی، په خوست کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 184
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : زابل كې،۲ترهگر داردو په جامو كې ونيول شول مشرانوجرگه، برخی مقامات حکومتی را استجواب نمود جنرال داود: در۲۶ولايت كشت كوكنارصفرشده است دكندهارښوونكي په تحفواوستاينليكونو ولمانځل شول ايتلاف:په پكتيا كې ۲۰ طالبان ووژل شول دارزگان قومي مشران :که خپل سری عملیات بند نشي، ټولټاکنو کې گډون نکوو مشرانوجرگه قانون امورذاتی افسران اردو ملی را تصویب نمود ټنى:كه خپل سري عمليات بند نشول په ټاكنو كې گډون نه كوو خوست كې ايتلاف؛ دقومونو پيوستون شوراپردفتر بريدوکړ حمله انتحاری بر کاروان ائتلاف کشته وزخمی برجا گذاشت