Saturday February 21, 2009
دايتلاف ۳ سرتيري ووژل شول وخت خبري اژانس
ترينكوټ-ارزگان
دكب ۳مه
ايتلاف ځواكونوپه ارزگان ولايت كې ديوې چاونې له امله دخپلو3 تنو غړيو دوژل كېدو خبروكړى.
په هغه بيانيه كې چې شپه ناوخته دامريكا په مشرى دائتلاف ځواكونوله خوا خپره شوې ويل شوي چې پرون ناوخته ددوى دكاري ټيم درې تنه په ارزگان ولايت كې هغه مهال په يوه چاودنه كې ووژل شول چې دپلټنو او عملياتو په موخه وتلي وه.
په بيانيه كې ويل شوي چې درې واړه سرتيري دسختو ټپونو له وجې مړه شوي دي.
په بيانيه كې دوژل شويو پوځيانوزياتې پيژندگلوى په اړه څه نه دي ويل شوي.
په ارزگان كې دوخت خبريال دمالوماتو له مخې درې واړه وژل شوي پوځيان هالنديان دي، او ددوى پوځي موټردارزگان مركزته څيرمه په سرمرغاب سيمه كې پر يوه خښ شوي ماين اولوتلى دى.
په سهيلي افغانستان كې دطالبانو يوتن وياند قاري يوسف وخت خبري اژانس سرد خبرو پرمهال دپېښې پړه پرغاړه اخيستې او ويلي يې دي چې په پوځي موټركې سپاره ټول سرتيري يى وژلي دي.
قاري يوسف زياته كړې چې دهالنديانوپوځي موټر يې په خښ شوي ماين الوزولى دى.
خبريال: نثارجمال، په ارزگان كې دوخت خبريال
اډيټ: طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 126
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عالمان دین: درسمنگان تبلیغ مسیحیت ویهودیت میشود ډیره اسماعیل خان کې چاودنو،۱۸تنه مړه او ټپیان کړل پکتیا کې دپولیسو پرتعلمي مرکز برید، ۶ تنه ژوبل کړه ددیر اوبونېر په جگړو کې ۲۵عام خلک وژل شوي دي درغزنی۷پولیس کشته ویک تن آن مجروح گردید ولسوال دهنه غوری باسه تن همراهانش کشته شد در نیمروز، روزانه ۲الي ۳معتاد هلاک میگردد درفراه، بیش از ۱۰۰تن غيرنظامیان کشته شد سناتورفراه: ۱۵۰تن كشته و۱۱تن مجروح گردید په پکتیکا کې ځانمرگی برید کوونکی ژوندی ونیول شو