Tuesday December 30, 2008
طالبان: ۱۹ بهرني سرتيري مو مړه او ټپيان كړي وخت خبري آژانس
هلمند ولايت
مرغومې ١٠مه
له څو ورځو راپديخوا د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د بهرنيو سرتيرو لخوا د طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل شوي، خو دولت او طالبان دواړه بيا يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.
په جنوب لويديځ زون کې دوسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وخت خبري آژانس سره د خبرو پر مهال ويلي چې د دوى جيگياليو تيره ورځ دناوې ولسوالۍ د اڅکزو شاخ په سيمه کې له بهرنيو سرتيرو سره په وسله واله نښته کې يوولس بهرني سرتيري وژلي او ٨ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
طالب وياند داهم ويلي چې په دې نښتو کې د دوى يوازې دوه تنه جنگيالي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
بلخوا بيا د هلمند امنيه قوماندانۍ مسؤلينو د طالبانو ادعا رد كړې او وايي چې د ناوې ولسوالۍ كې د عملياتو له كبله يې ۹ تنه طالب جنګيالي وژلي دي.
دهلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وخت خبري آژانس ته پخپلو خبرو كې وويل چې پدغو ګډو عملياتو كې چې دملي اردو،ملي پوليسو او بهرنيو ځواکونو لخوا د ناوې په ولسوالۍ ترسره شول تېره ورځ يې د ٩ تنو په شاوخوا كې وسله وال طالبان وژلي او له هغوى څخه يو شمير وسلې هم ولجه كړې دي.
امنيه قوماندان وايي چې د نښتو او جګړو له امله بهرنيو سرتيرو،ملي اردو او ملي پوليسو او ځايي خلکو ته کوم زيان نه دى اووښتى.
دى وايي چې دغه عمليات په بريالي توگه پاي ته رسيدلي او ياده سيمه يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده .
ديادونې وړده چې تيره ورځ هم ددې ولايت ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو په ملتيا د افغان ځواکونو سره دنښتو له كبله دځاي چارواکو په وينا اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوى ؤ .
خبريال : رحمت الله احساس
اډيټ : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 181
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عالمان دین: درسمنگان تبلیغ مسیحیت ویهودیت میشود ډیره اسماعیل خان کې چاودنو،۱۸تنه مړه او ټپیان کړل پکتیا کې دپولیسو پرتعلمي مرکز برید، ۶ تنه ژوبل کړه ددیر اوبونېر په جگړو کې ۲۵عام خلک وژل شوي دي درغزنی۷پولیس کشته ویک تن آن مجروح گردید ولسوال دهنه غوری باسه تن همراهانش کشته شد در نیمروز، روزانه ۲الي ۳معتاد هلاک میگردد درفراه، بیش از ۱۰۰تن غيرنظامیان کشته شد سناتورفراه: ۱۵۰تن كشته و۱۱تن مجروح گردید په پکتیکا کې ځانمرگی برید کوونکی ژوندی ونیول شو