Monday December 29, 2008
زابل کې ١٧ نيمه ژورې څاگانې بشپړې او ګټې اخيستو ته وسپارل شوې خبري آژانس
زابل ولايت
مرغومي ٩مه
دزابل ولايت شملزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديونسیف په مالي لگښت دڅښاک اوبو د 17 حلقو نيمه ژورو څاگانو دکيندلو چارې نن بشپړې او گټې اخيستلوته وسپارل شوې.
ددې ولايت دکليوپراختيا او بيارغونې رياست چارواکي وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې ددې پروژو مالي لگښت ديونسیف نړيوالې ادارې لخوا ورکړل شوي دي.
دده په خبره پر دغه پروژه شاوخوا ٢٤ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى او د رغولو چارې يې د ۳ ماشتو په موده كې پاي ته ورسيدې .
ددغې سرچينې په وينا ددغو څاگانو دکيندلو چارې دشملزو ولسوالۍ دقومي پرمختيايي شورا لخوا څارل کيدې.
نوموړي وويل:((ددغو څاگانو دچارو په بشپړيدو سره په سيمه کې ٤٢٥ کورنۍ او ٥٥٥٠ تنه اوسيدونکي د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمن شي .
دکليو پراختيا او بيارغونې چارواکو دپرمختيايي شورا ددغې پروژې دتطبيق له چارو څخه خوښي څرگنده کړه او زياتوي چې د ولسوالۍ دغه شورا کولاى شي ولس ته خپل حق په صداقت سره ورسوى .
ديادې سرچنې د چارواکو په وينا دوى په پلان کې لري چې درغونې يوشمير نورې پروژوې هم پيل شي .
دشملزو ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رئيس نيک محمد وخت خبري آژانس ته ويل:(( دڅښاک اوبو ١٧ حلقو څاگانو د كيندلو په چارو كې د سيمې خلکو هم پوره ونډه اخستې او همکاري يې کړې ده.))
نيک محمد په وينا ددغو پروژو د تطبيق کيدو پرمهال له هيڅ ډول مشکل سره نه دي مخامخ شوي.
شملزو ولسوالۍ يوتن قومي مشر ملا الله داد چې دقومي پرمختيايي شورا دکار څخه خوښ ښكاريده وويل:((زمونږ ولسوالۍ ته تر دې وړاندې هم دبيارغونېيو شمير پروژې په لاره اچول شوې دي خو د ورته پروژو په شان يې کار په صداقت سره نه دى ترسره شوى.))
نوموړي له دولت او خيريې موسسو څخه وغوښتل چې تر دې وروسته دې بيا رغونې پروژې پرمختيايي سيمه ييزې قومي شورا تر کنترول لاندې پلي شي .
ددغه قومي مشر په وينا دغه کار کيداي شي چې په دې ولايت کې دولت او ولس ترمنځ رامنځ ته شوى واټن ليرې او پردولت باندې د خلکو اعتماد زيات كړي .
داپه داسې حال کې ده چې ددې ولايت دکليوپراخيتا او بيا رغونې چارواکو ويلي چې دزابل ولايت په مرکز او يوشمير ولسواليو کې دبيارغونې دپروژو کار په چټکى سره پرمخ روان دى چې په نژدې راتلونکيو کې به گټې اخيستلو ته وسپارل شي .
خبريال :زين الله زابلى
اډيټ : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 236
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : زابل کې ١٧ نيمه ژورې څاگانې بشپړې او ګټې اخيستو ته وسپارل شوې وعده های سرخرمن وزیر آب و برق همچنان ادامه دارد مسؤليت حمله انتحاري ولایت پروان را حزب اسلامي به عهده گرفت بیش از یک میلیون افغان معتاد مواد مخدر است دخوست ځانمرګي بريد تلفات له ۶۰ واووښته اشرف غني: تر ټولټاکنو مخکې دې د ولسونو غوڼده راو بلل شي برای مراسم عاشورا تدابیر خاص امنیتی اتخاذ شده است دو ژورناليست افغان جايزه آزادى بيان را از آن خود نمودند دگرمسیر ولسوالى؛دسړك جوړولوپروژې كارپيل شو په زابل کې ديوه تن سر؛په چاړه غوڅ شو