Thursday December 25, 2008
پېښوركې؛دفراهی تښتوونكي ونيول شول وخت خبري اژانس
پېښور- پاكستان
دمرغومي پنځمه
دپاكستان دسرحدايالت دپېښورپوليسو پرون په پېښور كې د افغان سر قونسل حاجي عبدالخالق فراهي تښتوونكي ونيول.
دپېښوردپوليسو يو تن مشر نويد خان په پاكستان كې وخت خبري اژانس سيمه ييز دفترمسؤول ته وويل:دحاجي عبدالخالق فراهي تښتوونكي مو نيولي او دقانون منګولو ته به وسپارل شي.
نوموړي وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: ((هڅه به وكړو چې ژرتر ژره ښاغلى فراهي هم دتښتوونكيو له منګولو څخه خلاص كړو.))
نويد خان زياته كړه: فراهي چې تښتوونكيو په كومه سيمه كې بند ساتلى دى هغه سيمه دپاكستاني ځواكونو په ولكه كې نه ده.
هغه وويل:نيول شويو كسان په پېښوركې دايران ډيپلوماټ په تښتونه كې هم لاس لري چې دوه ميشاتې وړاندې وتښتول شو چې دپاكستاني طالبانو له مشر بيت الله مسود سره تړاوو لري.
تردا مهاله پاكستاني طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
حاجي عبدالخالق فراهي نږدې درې مياشتې وړاندې دپېښورپه حيات اباد سيمه كې نامالومو وسلوالو كسانو له خوا وتښتول شو.
چې اول يې افغان موټرچلوونكى دوسلوالو له خوا دماشين ګڼو په ډزو ووژل شو، خو ښاغلى فراهي لا اوس هم دتښتونكيو په ولكه كې بې برخليكه ژوند تېروي.
خبريال: جان اغا سعيد، په پاكستان كې دوخت سيمه ييز مسؤول
اډيټ: وخت
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 185
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : عالمان دین: درسمنگان تبلیغ مسیحیت ویهودیت میشود ډیره اسماعیل خان کې چاودنو،۱۸تنه مړه او ټپیان کړل پکتیا کې دپولیسو پرتعلمي مرکز برید، ۶ تنه ژوبل کړه ددیر اوبونېر په جگړو کې ۲۵عام خلک وژل شوي دي درغزنی۷پولیس کشته ویک تن آن مجروح گردید ولسوال دهنه غوری باسه تن همراهانش کشته شد در نیمروز، روزانه ۲الي ۳معتاد هلاک میگردد درفراه، بیش از ۱۰۰تن غيرنظامیان کشته شد سناتورفراه: ۱۵۰تن كشته و۱۱تن مجروح گردید په پکتیکا کې ځانمرگی برید کوونکی ژوندی ونیول شو