Thursday December 4, 2008
د خوست ملی امنیت ریاست ته څیرمه درنه چاودنه وشوه وخت خبری اژانس
خوست
د لیندۍ ۱۴ مه
دخوست ولایت ملی امنیت ریاست ودانۍ ته څیرمه نن له غرمې مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې یوه درنه چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې خو دقیقه شمیره یې لا نه ده څرګنده او دولتی چارواکی هم پدې اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه کوی.
د خوست ښار اوسیدونکو رسنیو ته ویلی چې چاودنه ډیره زوره وره وه چې له امله یې د شاوخوا کورونه لړزیدلی او د هغو ښیښې ماتې شوې دی.
د خوست ولایت یو تن ځایی چارواکی چې د نوم له اخیستو ډډه کوی وخت خبری آژانس ته ویلی چې لمړی یوه درنه چاودنه وشوه چې ښایی ځانمرګی برید ؤ له هغه وروسته د وسله والو مخالفینو یوه ۸ کسیزه ډله چې اوږده ویښتان او پوځی جمپرونه یې په ځان ؤ د ملی امنیت ریاست ودانۍ ته ورننوتل.
د همدې سرچینې په خبره له چاودنې وروسته خال خال د سپکو وسلو ډزې پورته شوې دده په اند ښایی د برید کوونکیو او دولتی امنیتی کسانو ترمنځ نښته شوې وي.
د پیښې سیمې ته نږدې عینی شاهدان وایی چې چاودنه ډیره زوره وره وه خو دا نه ده څرګنده چې ځانمرګی برید ؤ که چاودنه.
د خوست ملکی روغتون ډاکټرانو وخت خبریال ته ویلی چې تر دې دمه د دغې چاودنې له امله د ۲ کسانو مړی او ۹ تنه ټپیان دغه روغتون ور وړل شویدی.
خو ډاکټرانو دا نه دی ویلی چې مړه او ټپیان څوک دی.
په همدې توګه دسیمې خلکو دا هم ویلی چی له چاودنې او نښتې وروسته سیمې ته پوځی چورلکې راغلې او دا مهال په ګزمه بوختې دی.
دا چې برید کوونکی څوک او په کومې ډلې پورې تړاو لری تر اوسه لا څرګند نه دی خو د ورځې په وروستیو شیبو کې په ډاګه شی.
د یادونې وړ ده چې د پیښې سیمه د امنیتی چارواکو لخوا کلابنده ده او د خوست ځایی چارواکی د جزییاتو له ورکولو ډډه کوی.
خبریال : الهام خوستی
ادیتر : صدیقی
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 253
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : د خوست ملی امنیت ریاست ته څیرمه درنه چاودنه وشوه عاجل خبر: دخوست ملی امنیت ریاست کې دا مهال جګړه روانه ده شش ولسوالی درمعرض غرق شدن است صادرات ميوه خشک ٣٩فیصد افزایش یافته است 2،7 فیصد نفوس کشوررا معلولین تشکیل می دهد اولین مرکز دیزاین قالین افغانی ایجاد گردید در غزنی مقداری اسلحه به پروسه دایاگ تسلیم داده شد کروندگر: که دولت راسره مرستې وکړي کوکنار نه کرو برای بیش از97 هزار تن زمینه کار مساعد می شود شهلا عطا؛انتحارکننده گان،پولیس وامنیت ملی باهم ارتباط دارند