وخت خبري آژنس
زابل _ ميزانه ولسوالۍ
د لیندۍ ١٢مه
دزابل ولايت ميزانې ولسوالۍ اړوند کروندګرو او ولسي خلکو نن ديوې غونډې په ترڅ کې له دولتي چارواکو سره ژمنه وکړه که دولت او مرستندويه موسسې له دوی سره مرسته وکری دوی به دکوکنارو له کرلو لاس واخلی.
دغونډې برخه والو د زابل ولایت پرځایی دولتی چارواکو غږ وکړ چې له دوی سره دې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې، او نورو خوراکی توکیو تخمونو مرسته وشی.
په یادې غونډه کې د میزانې ولسوالۍ په لسګونو تنو قومی مشرانو ، مخورو او کروندګرو برخه اخیستې وه.
د میزانې ولسوالۍ يوتن قومي مشراسدالله خان جوړې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل:((له دې وروسته به مونږ هيڅ کله دغه زهرجن بوټى په خپلو ځمکوکې ونه کرو.))
دى وايي دکوکنارو د کرکیلې له امله له یوې خوا د دوی د اولادونو ژوند دمرگ له گواښ سره مخامخ کړی او له بل لوری داسلام مقدس دين هيچا ته د نشه یی او زهرجنو بوټو دکرلو اجازه نه ورکوي.
يوبل تن قومي مشرعبدالمناف بيا وايي چې ددغې ولسوالۍ بزگران د وروستيو وچکاليو ، اقتصادي ستونزو او خوراکي توکو دکمښت له کبله ددغه بوټی کرلو ته اړ شول.
عبدالمناف په خپلو خبرو کې وويل:((که چيرې دولت غواړي په سيمه کې دکوکنارو مخه ونيسي او کروندگر د کوکنارو دکر څخه لاس په سرشي له کروندګرو سره دې دغنمو د اصلاح شويو تخمونو او کمياوي سرې مرسته وکړې.))
دميزانې ولسوال برات خان دسمې د خلکو له دغې پريکړې خوښی څرګنده کړه او د غونډې گډون والو سره يې ژمنه وکړه چې دى به د خپل ولس غږ تر مرکزي دولت او اړوندو چارواکو او موسسو تر غوږونو ورسوي.
دده په خبره تر هغې به په کلاره پاتي نه شي ترڅويې په سيمه کې دکنارو په مخنيوي او د وچکالي په بدل کې د دولت او مرسته کوونکو ټولنو مرستې نه وي راجلب کړې.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دهلمند ولايت لښکرگاه ښارکې له کروند گرو سره د کوکنارو دنه کرپه بدل کې د دولت لخوا دغنمو داصلاح شويو تخمونو مرستو وشوه او دا کار د سیمې له تود هرکلی سره مخ شو.
خبريال : زين الله زابلى
اډيټ :صديقي