Thursday November 20, 2008
په هلمند کې څه باندې ديوكيلومترسړك دقيرکولو چارې پيل شوې وخت خبري آژانس
هلمند ولايت
لړم ٣٠مه
دهلمندولايت مركزلښگرگاه اړوند دتورټانگ په سيمه كې څه باندې يوکيلو مترسړک دقيرکولو چارې چې مالي لگښت يې د برطانيې پراختيايي ادارې لخوا ورکول کيږي پيل شوې.
دهلمنددكليوپراختيااوبيارغونې رئيس حاجي محمدعمرقانع وخت خبري آژانس ته ويلي چې دغه سړك چې ۱۳۰۰متر اوږد والى اوڅلويښت متره سور په درلودلوسره دڅه باندې شپږسوه زره امريكايي ډالروپه مالي لگښت دبرطانيې دپراختيايي ادارې له خوا جوړيږي.
نوموړي زياه کړه چې ددغه سړک د قيرکولو چارې به دراتلونکو اوو مياشتو په موده کې بشړې شي.
دقانع په ويناچې دا سړك دهغه څلويښت كيلومتره سړك دقيرکولو لړى ده چې له مخې به يې په لښكرگاه ښاركې نور سړكونه هم په پاخه اواساسي ډول دقيرکولو چارې پيل شي.
دهلمند والي مرستيال الحاج عبدالستارميرزكيوال وخت خبري آژانس ته ويلي چې يوشميرنورې پروژې هم په پلان كې دي چې درغولوچارې به يې دهلمندپه بيلابيلوسيموكې پيل شي.
دوالي مرستيال دسيمې له اوسيدونكوغوښتنه وكړه چې له دولت سره دامينت په ټينگښت كې مرسته وكړي،ترڅوپه پوره توگه په هلمندكې دبيارغونې بهيرپيل شي.
دتورټانګ يو تن اوسيدونكي سيدعبارس وخت خبري آژانس ته وويل:(( ددې سړك كارد سيمې دخلكوپه غوښتنه په داسې حال کې پيل شو،چې څوموده وړاندې دهلمندوالي محمدگلاب منگل ددې سيمې جامع جومات ته دجمعې دلمانځه اداكولوپه موخه راغلى ؤ چې هغه مهال خلكوترې ددې سړك دجوړولوغوښتنه وكړه.))
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې دهلمند ولايت مرکز لښكرګاه د كارتې لګان په سيمه كې هم دڅلور كيلومتر سړك دقيرکولو چارې پيل شوي دي.
خبريال :رحمت الله احساس
ايډيټ :وخت خبري آژانس
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 96
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 296 فامیل در ولایت بامیان ازبرق آفتابی مستفید گردیدند حمله انتحارى در خوست ٢٨ کشته و زخمى به جا ماند استفاده کننده گان اسعار خارجی جریمه شدند يك مرد 50 ساله در هرات خود را به دار آويخت په هلمند کې څه باندې ديوكيلومترسړك دقيرکولو چارې پيل شوې سپنتا نتایج کنفرانس بین المللی عودت و اسکان مجدد مهاجرین را موفقانه خواند القاعده به رﺉیس جمهور آینده امریکا هشدار داد 95 درصد مشکلات صحی مردم بامیان درخود منطقه قابل حل است امريكايى الوتكو پاكستان كې لس تنه ترکمنستانى مړه او ټپيان كړل دختران غزنی مربا سازی می آموزند