Wednesday November 19, 2008
امريكايى الوتكو پاكستان كې لس تنه ترکمنستانى مړه او ټپيان كړل پاكستان ، بنو
لړم ٢٩مه
د امريكا څارګرو الوتكو په پاكستان كې تېره شپه د خپل يو غلچكي بريد په پايله كې پېنځه تنه وسلوال طالبان مړه او پېنځه نور ژوبل كړل .
څارګرو الوتكو تېره شپه په درې بجې او دېرش دقيقې د پاكستان د بنو په جاني خېل سيمه كې د سيمې د يو تن اوسېدونكي دلبر خان په كور له هوا څخه توغندي وتوغول چې پكې پېنځه تنه مړه او پېنځه نور ټپيان شول .
ويل كېږي چې وژل شوي ټول كسان د تركمنستان هېواد اصلي اوسېدونكي دي چې دا مهال د القاعده شبكې واګې په لاس كې لري .
په سيمه كې يو تن عيني شاهد رحيم داد له وخت خبرى آژانس سره د خبرو پر مهال وويل:
((څارګرو الوتكو په نيمه شپه كې په يو كور درې توغندي وتوغول چې پېنځه تنه يې مړه كړل او همدومره نور يې ژوبل كړل .))
دده په خبره د پېښې له سيمې څخه تر ډېره وخته دوړې او لوګي پورته كېدل .
وسلوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .
پېنځه ورځې وړاندې هم د امريكا څارګرو الوتكو د پاكستان په ميرانشا سيمه كې په خپل يو هوايي بريد كې دولس تنه وژلي وو .
خبريال:جان اغا سعيد
ايديت: وخت خبرى آژانس
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 109
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 95 درصد مشکلات صحی مردم بامیان درخود منطقه قابل حل است امريكايى الوتكو پاكستان كې لس تنه ترکمنستانى مړه او ټپيان كړل دختران غزنی مربا سازی می آموزند خرید وفروش آزادانه مواد مخدر به شمارمعتادین افزوده است ساحه که تبعه فرانسوی اختطاف شده بود تحت قرنطین پوليس قرار دارد در فراه بیش از 20 تن کشته وزخمی شد د ګرديز ښار په سولر بريښنا روښانه شو له ٤٠٠ ديني عالمانو او حافظانو څخه ازموينه واخيستل شوه برای اولین بار در کشور قانون استرداد متهمین و محکومین تصویب گردید سوات كې ځانمرګى بريد ګڼ شمير پوليس مړه او ټپيان کړل