Tuesday November 18, 2008
د ګرديز ښار په سولر بريښنا روښانه شو وخت خبري اژانس
پکتيا
د لړم ٢٨ مه
دپکتيا ولايت ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولايت بيارغونې ټيم لخوا نن دګرديز ښارد سولر يا لمريزى بريښنا سيسټم پرفعاليدو سره روښانه شو.
دغه پروژه نن د پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا د پټۍ په پريكولو وروسته له پرانستلو ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.
د پکتيا والي وياند روح الله سمون وخت خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې پردغه پروژه دوه مياشتې وړاندې کار پيل شوى ؤ او د ۳۱۶۷۲۰ امريكايي ډالرو په لګښت نن بشپړه شوه.
د والي وياند زياته کړه چې په ټول ښار كې ۱۸۵ پايې نصب شويدي چې د سولر بريښنا په واسطه به د شپې لخوا ټول ښار ګوټې رڼا وي.
سمون همدا راز وويل چې د بريښـنا دا سيستم كولاى شي د امنيت په برخه كې هم ستره مرسته وكړي او دا به د پكتيا والو او په خاصه توګه د ګرديز ښاريانو لپاره يو ستر زيرۍ او هوساينه وي.
خبريال : بهاند اجمير
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 105
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دختران غزنی مربا سازی می آموزند پاكستاني پوليسو د يو طالب قومندان او درې نورطالبان ونيول خرید وفروش آزادانه مواد مخدر به شمارمعتادین افزوده است ساحه که تبعه فرانسوی اختطاف شده بود تحت قرنطین پوليس قرار دارد در فراه بیش از 20 تن کشته وزخمی شد کندهار کې دښوونځيو نجونو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول کيږي د ګرديز ښار په سولر بريښنا روښانه شو له ٤٠٠ ديني عالمانو او حافظانو څخه ازموينه واخيستل شوه برای اولین بار در کشور قانون استرداد متهمین و محکومین تصویب گردید سوات كې ځانمرګى بريد ګڼ شمير پوليس مړه او ټپيان کړل