له ٤٠٠ ديني عالمانو او حافظانو څخه ازموينه واخيستل شوهوخت خبري اژانس
هلمند
د لړم ٢٧ مه
هلمند ته له کابل څخه د پوهنې وزارت ورغلي پلاوي لخوا نن له شاوخوا ٤٠٠ تنو حافظانو او په ديني علومو کې دخصوصي زده كړوله خاوندانوڅخه دسويې ازموينه واخيستل شوه.
دځايي چارواكوپه ويناچې له ازموينې وروسته به بريالي كسان په ديني ښوونيزو مركزونو كې داستادانو په توگه اوپه محاكموكې دقاضيانوپه توگه په دندو وګمارل شي.
دغه آزموينه نن دهلمندپه عالي دارالمعلمين كې د پوهنې وزارت څخه د راغلي پلاوي په وړاندې واخيستل شوه.
دهلمند والي مرستيال عبدالستارميرزكيوال وخت خبري اژانس خبريال سره په خبرو کې وويل:((لدغو کسانو څخه به بريالي كسان دلوړو امتيازاتو په لرلو سره دښوونكو په توګه په ښوونځيو او ديني مدارسو کې په دندو وګمارل شي.))
همدارازله كابل څخه دراغلي پلاوي په استازيتوب مولوي نجيب الله وويل: ((دپوهنې وزارت په غوښتنه اودولسمشرکرزي په تاييدسره دهلمند ولايت كې دديني خصوصي زده كړوله خاوندانو څخه دغه ازموينه اخلو چې په دې كې به دخصوصي زده كړوخاوندانوته د دولسم ټولگي سندونه وركول كيږي.))
د مولوي نجيب الله په خبره هغه شمير کسان چې سندونه په لاس کې لري هغوى ته به د څوارلسم ټولگي سند وركول كيږي.
دملادين محمدپه نامه يوتن چې په دې ازموينه كې يې برخه درلوده او لدغې آزموينې خوښ ښكاريده وويل: (( اوس خپل ځان ديو رسمي كس په نامه حسابولى شم.))
هغه زياته كړه: ((ديني زده كړې مې په خصوصي ډول ترسره كړې وې خوهيڅ داسې سندچې دامهال په دې برخه كې راسره مرسته وكړي نه مې درلود او داچې اوس موږته سندونه راكول كيږي دادخوښى خبره ده.))
ده له ټولو هغو كسانوهم چې له دې ازموينې څخه ناخبره ؤ غوښتنه وكړه چې ازموينه وركړي اوپه رسمي ډول دخپلوهيوادوالوخدمت ته ملا وتړي.
ديادونې وړده چې دالومړى ځل دى چې په هلمندكې دخصوصي زده كړو له لرونكوكسانوڅخه دسويې ازموينه اخيستل كيږي.
خبريال : احساس
اډيټر : صديقي