Monday November 17, 2008
سوات كې ځانمرګى بريد ګڼ شمير پوليس مړه او ټپيان کړل وخت خبري اژانس
پاکستان – سرحد
د لړم ٢٧ مه
د پاكستان سرحد ايالت په سوات سيمه كې د پاكستاني پوليسو پر يوه امنيتي پوسته ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې د لومړنيو راپورونو له مخې پېنځه تنه پاكستاني پوليس وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
د عيني شاهدانو په خبره بريد ډېر زورور ؤ چې اوس لا هم د پېښې له سيمې دوړې او ګردونه خېږي.
په بريد كې ټپي شوي ټول كسان دا مهال د پېښور روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
له پېښې سمدستي وروسته سيمه د پوليسو لخوا محاصره شوې چې چاته د ورتګ اجازه نه وركول کيږي.
تر دا مهاله د پښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او نه هم پاکستاني چارواکو يې پړه پر چا اچولې ده.
همدارنګه د پاكستان له باجوړ ايجنسۍ څخه په رارسېدلو خبرونو كې ويل شوي دي چې په ياده شوې سيمه كې تېره شپه د پاكستاني سرتېرو او وسلوالو طالبانو تر مېنځ په شوې جګړه كې پېنځه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي .
د پاكستاني سرتېرو يو تن وياند تورن مراد خان نن له رسنيو سره په خپلو خبرو كې وويل:((تېره شپه زموږ ځواكونو په ډمه ډوله ، كږه ، سپران او بدان سيمو كې د وسله والو طالبانو پر ضد يو لړ پوځي عمليات ترسره كړل چې پكې پېنځه تنه وسلوال طالبان ووژل شول.))
مراد زياته كړه چې د ترسره شويو عملياتو په ترڅ كې د وسلوالو طالبانو ګڼ شمېر پټنځايونه هم له مېنځه تللي دي او كېداى شي د وژل شويو وسله والو په شمېره كې نور زياتوالى هم راشي .
ويل كېږي چې په وژل شويو طالبانو كې د طالبانو يو تن وتلى قومندان عبدالرحمان هم شامل دى.
بلخوا وسله والو طالبانو دسيمې يو تن قبايلي مشر ملك جمدار خان يوه ورځ وړاندې له دغې سيمې لمړى برمته كړى او بيا يې وژلى ؤ.
دا پداسې حال كې ده چې تېره ورځ هم د پاكستان په سوات او باجوړ ايجنسۍ كې د وسلوالو طالبانو پر ضد د پاكستاني ځواكونو په ترسره شويو عملياتو كې د ددريو تنو پاكستاني سرتېرو په وژل كېدو سربېره څلوېښت تنه وسلوال طالبان مړه او ټپيان شول.
تر دا مهاله وسلوالو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.
په ياده شوې سيمه كې د ترسر كېدونكيو عملياتو له امله له پرونه راهيسې ګرځبنديز هم لګېدلى دى .
خبريال : جان اغا سعيد
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 145
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : در فراه بیش از 20 تن کشته وزخمی شد د ګرديز ښار په سولر بريښنا روښانه شو قرار داد اعمار 13 باب مکتب در 6 ولایت کشوربه امضا رسید له ٤٠٠ ديني عالمانو او حافظانو څخه ازموينه واخيستل شوه برای اولین بار در کشور قانون استرداد متهمین و محکومین تصویب گردید سوات كې ځانمرګى بريد ګڼ شمير پوليس مړه او ټپيان کړل يوځانمرګي له ټپي کيدو وروسته ٥ تنه مړه او ټپيان کړل بغلان کې ځانمرګي بريد ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واړوله ولسى جرگه قانون رهن اموال غيرمنقول را تصويب کرد د ناامنيو له کبله ١٤٠٠ پرمختيايي پروژې په ټپه ولاړې دي