Saturday November 15, 2008
له يوشمير بيځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه وخت خبري اژانس
زابل
د لړم ٢٥ مه
د زابل ولايت کې د سرې مياشتې خيريه ټولنې لخوا ٢٣٦ بيځايه شويو کډوالو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
پدغه ولايت کې دسرې مياشتې رئيس محمداجان وخت خبري اژانس خبريال ته وويل چې دخوراکي توکيو دغه مرستې له سرې مياشتې سره د سره صليب نړيوالې ټولنې لخوا مرسته شوې دي.
محمداجان وايي چې پدغو مرستو کې يوه اندازه غوړي ، وريجې ، چاى ، بوره ، لوبيا ، صابون او يو ترپال شامل دى.
د کډوالو ديوې کورنۍ يو تن چې ځان وخت ته عبدالولي راپيژني د سرې مياشتې ټولنې له دغو مرستو څخه خوښ ؤ وويل چې موږ ته يوازې بوره چاى او صابون راکړل شوي نورې مرستې له موږ سره نه دي شوې.
دى وايي چې ژمى را روان دى شوې مرستې په هيڅ وجه کافي نه دي موږ له دولت او نورو مرستندويو ټولنو څخه د لازياتو مرستو غوښتونکي يو.
ده وويل چې موږ ته دې د خوراکي توکو ترڅنګ دسون موادو مرسته هم وشي.
محمدذاکريا په نوم يو تن چې له شوېو مرستو څخه ناخوښه ښکارېده وويل چې موږ بيا يوازې يوه اندازه غوړي، وريجې او يو ترپال راکړل شوى دى.
دى وايي چې دکومو مرستو ژمنه چې لدوى سره شوې وه هغه ټولې دويته نه دي ورکړل شوې او بايدچې د مرستو له ټولو خوراکي او ژمني توکو څخه برخمن شوي واى.
ديادونې وړ ده چې د روان کال په اوږدو کې دا دريېم ځل دى چې د سرې مياشتې لخوا دزابل په ولايت کې د ځايي بيځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته کيږي، چې پدې وروستيو کې د ناامنيو او تاوتريخوالو له کبله بيشميره کورنۍ مرکز ته راکډه شوې دي.
خبريال : زين الله زابلى
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 301
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ولسى جرگه قانون رهن اموال غيرمنقول را تصويب کرد له يوشمير بيځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه د ناامنيو له کبله ١٤٠٠ پرمختيايي پروژې په ټپه ولاړې دي دامريكا څارګرو الوتكو ١٧تنه مړه او ټپيان كړل حمله بالاى معاون والى غور؛ درهرات په پاكستان كې له ١٠٠ زيات افغانان زندانى شول ولسوال آقچه؛ ازيک حمله مسلحانه جان به سلامت برد درکندهار؛بشمول ٢ قوماندان ٧٠ مخالف بازداشت شدند خط سوم؛تيزاب پاشى بردختران عمل زن ستيزانه است رئیس المپيک از پست کنفدراسيون استعفا داد