دکورنيو چارو وزير،دکابل امنيه قوماندان او دښاروالى دښاري خدماتو مرستيال نن د ولسي جرګې دمرکزى پلټنې او قانون دپلې کولو دڅارنې کميسيون لخوا استماعيه غونډې ته رابلل شوي ؤ.
وهاب الدين سادات د ښاروالى د ښاري خدماتو مرستيال وويل:((زموږ يوازېنى ستونزه د سړکونو دخندونو په ليرې کولو کې له امنيتي ارګانونو لکه دکورنيو چارو وزارت،دفاع وزارت،لوي څارنوالۍ ، ستره محکمه،خارجي سفارت خانې او ملي شورا سره ده.))
نوموړي کميسيون دبيلا بيلو دولتي او غير دولتي اشخاصو له خوا د عامه ملکيت غصب په اړه دمسوولو چارواکو داجراآتو څيړنه، د ښار له واتونو څخه د خنډونو د ليرې کولو د موضوعاتو باندې بحث وشو.
دغه کميسيون خپله انديښنه چارواکوته په داګه کړه چې د ښارپه واټونو کې د خندونو شتون نه يوازى کم شوى بلکې لا زيات شوي هم دي، اوهم د بې پليټه موترو شتون هغه ستونزې دي چې په ښار کې يې ستونزې را ولاړې کړې دي.
د ښاروالۍ دښاري خدماتو مرستيال وويل:((ښاروالۍ تر يوې اندازي کار کړى اودښار له ٤٢ برخو څخه يې چې د کم زورو خلکو ملکيت ؤ خنډونه ليرې کړي خو يوازينى ستونزه له دولتي ارګانونو او خارجي سفارت خانو سره ده چي نه غواړي دا خنډونه ليرې کړى شي.))
محمد حنيف اتمر دکورنيو چارو وزير دسړکونو پرسر د خنډونو درول د زورواکو له خوا تاييد کړه او له کابل ښاروالۍ سره يې پدې هکله خپله همکاري وښودله.
اتمر وويل:((بعضي دغه خنډونه د نا امنۍ له کبله مينځته راغلي خو داسې نور خنډونه شته چې دقناعت وړ دلايل نلري بايد هيڅ کله دغه خنډونه د خلکو حق ورځني وانخلي.))
اتمر وويل اوس هغه وخت رارسيدلى چي ڼول هغه خنډونه چې دخلکو په وړاندې پراته دي له مخي ليرې کړاى شي.
اتمر ټينگار وکړ چې د وخت په تيريدو سره به دا ټولې ستونزې اوارې شي او هغه وخت چې زورواکو به دخلکو ملکيتونه غصبول تېر شو.
اتمر زياته کړه : (( پس له دي به هيچ کوم حقيقي او حکمي شخص ددي حق ونلري چي په ښار کې خنډونه جوړ کړي.))
د کميسيون لخوا وويل شول چې په ښارکې دبې پليټه موټرو شتون يې لويه ستونزه وبلله او له چارواکو څخه يې وغوښتل چې پدې هکله جدي اقدامات وکړي.
د کابل امنيه قومندان په دي هکله وويل:((موږ د بې لمبر پليته موترو په هکله جدي اقدامات کړي او نور نوي پروګرامونه هم په لاس کي لرو ځکه چي ډيى تښتونې په ښارکي ددغو موټرو د درلودونکو لخوا تر سره شوي دي.))
کميسيون له چارواکو سره په دغه خبره سلا شو چې لومړى به دغه خنډونه د يوه پلاوي له خوا څرګند او مستند عکسونه دي ور ځيني واخيستل شي او په داګه دي شي چي کومي موانع مشروع دي او کومي غير مشروع له هغه وروسته د هغو په له منځه وړو کې
دې کوټلي ګامونه پورته شي.
کميسيون همدا راز وپتيېله چې د رسنيو له خوا دې دغه وزارت خانو ،سفارتونو ،انجيو ګانو او اشخاصوته اعلام وشي چي د سلواغې تر مياشتې دې خپل خنډونه لېري کړي او که دامنيتي ملحوضاتو له امله څوک وغواړي نوي خندونه جوړ کړي بايد له ښاروالۍ څخه د تخنيکي لارښوونو پر بنسټ ولاړ وي.
همدا راز وويل شول چې د نويو خنډونو په جوړولو کې دې د ناحيې رييسان مسوول دي.
خبرياله : فريده سوما