Wednesday November 5, 2008
دامريکاپه تاريخ کې لمړنى تورپوستى ولسمشر وخت خبري اژانس
امريکا – واشنګټن
د لړم ١٥ مه
د ډيموکرات ګوند نوماند بارک اوباما د ٣٣٨ رايو په گټلو سره د جمهوريت غوښتونکو د ګوند نوماند جان مکين ته چې ١٥٥ راى گټلې وې ماتې ورکړه.
دامريکا خلک تېره ورځ له غرمې وروسته د افغانستان په وخت د پنځو بجو په شاوخوا کې دخپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه د راى اچونې صندوقونو ته ورغلل.
د رارسيدلو خبرونو له مخې پدغو ټولټاکنو کې تر ١٨٧ مليونو پورې خلکو د راى ورکولو کارټونه تر لاسه کړي ؤ خو ٤٠ مليونو کسانو پدغو ټولټاکنو کې ګډون وکړ.
د امريکا دټولټاکنو د قانون له مخې ددغه هيواد ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نوماند ٢٧٠ بريښنايي رايو ته اړتيا لري، خو بارک اوباما وکولاى شول ٣٣٨ رايى وگټي او خپل سيال جان مکين ته چې ١٥٥ راى يې ګټلې دي ماتې ورکړي.
بلخوا ويل کيږي چې پدغه ټولټاکنو کې تر ټولو زياتو ځوانانو ، تور پوستو ، د نورو هيوادو څخه ورغلي کسانو په شور او زوګ سره ګډون کړى ؤ.
په همدې توګه بارک اوباما د امريکا په ٢٧ ايالتونو لکه کالفورنيا ، کلورادو، فلوريدا ، کلمبيا، واشنګټن ، ويرجنيا ، نيو مکسيکو ، نيوجرسي او .... کې تر ټولو ډيرې راى گټلې دي.
د جمهوريت غوښتونکو د ډلې کانديد جان مکين په ١٧ ايالتونو کې چې په هغو کې آريزونا، تکتاس ، ميسي سي پي ، جنوبي کالورينا او .... شامل دي تر ټولو زياتې راى گټلې وې.
د هيواد ولسمشر حامد کرزي د خپل هيواد له خوا د امريکا خلکو ته د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د بارک اوباما برياليتوب مبارکي ورکړه او هيله يې څرګند کړه چې نوى ولسمشر افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې دامريکا متحده ايالاتو په تاريخ کې دا لمړنۍ تور پوستى او تر ټولو ځوان امريکايي دى چې ددغه هيواد ولسمشرۍ څوکۍ ته رسيږي.
خبرنگار : احمد پرويز
اديت : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 199
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : افغانستان؛ازيک نشست ملل متحد ميزبانى مى کند شوراى ملى خواهان محاکمه عاملين حادثه ١٥ عقرب شد نيروهاى ائتلاف دهها تن را در يک عروسى کشته وزخمى کردند دامريکاپه تاريخ کې لمړنى تورپوستى ولسمشر پروسه ثبت نام رای دهي انتخابات در شمال کشور آغاز يافت مسؤلين امنيتى درهرات از كارشان بركنار شدند به قربانيان حمله انتحارى مقابل وزارت اطلاعات و فرهنگ مساعدت صورت گرفت والى غزنى ادعاى داوود سلطان زوى مبنى بر عدم شفافيت پروسه ثبت نام را رد کرد ملى پيوستون لخوا ٩ رغيزى پروژه پشپري شوى کارمند موسسه تعلیمی هفرم توسط افراد ناشناس در کابل اختطاف شد