Monday November 3, 2008
ملى پيوستون لخوا ٩ رغيزى پروژه پشپري شوى وخت خبري آژانس
هلمندولايت
لړم ١٣مه
هلمندولايت په مرکز او نهرسراج ولسوالۍ کې دملي پيوستون لخوا د٩ پروژو د رغولو کاربشپړ او ديو لړ خاصومراسمو په ترڅ کې گټې اخيستلو ته وسپارل شوې.
په دغه ولايت کې دملي پيوستون پروگرام مسؤل انجنيراحمدزي وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې په دغو پروژو کې ۷۶۵۰متر ه د كا نا لو نو پا كول، ۷۹ د اوبو ذخيرې جو ړول،۱۸د پا كو او بو د برا برو لو لپا ره لا سي بمبو کيندل، ۷۶۱ متره ويالو جو ړول ،۲۵۰۰متره په سړ ك باندې جغل اچول، ۱۲ پلچكا ن جو ړول او همدا رنګه درى د خيا طى پرو ژى شاملې دي .
نوموړي زياته کړه چې له دغو پروژو څخه به ١٧٣٨کورنۍ پدي ولايت کى گټه واخلي .
په هلمند ولايت کې دملي پيوستون مسؤول په وينا دغه پروژې دملي پيوستون په ٦١٥٩٥٥٦ افغانيوپه لگښت رغول شوي دي .
دده په خبره ددغو پروژو په مالي لگښت کې ٦٧٠٤٠٥ افغانۍ دسيمې خلکو ورکړي دي.
دنهرسراج ولسوالى يوتن اوسيدونكي محمدعمروويل:(( زمونږ په سيمه كې دپولچكونواولاسي بمبوپه جوړولوسره ډيرې آسانتياوې رامينځ ته شوي دي .))
نوموړي د سيمې پرخلكوغږوكړچې ددې پروگرام ملاتړوكړي اوددې ترڅنگ دنوروخيريه اداروپاملرنه هم ځان ته راوگرځوي ترڅويې سيمې آبادې اوژونديې هوساشي.
همدارازحاجي سيدگل چې دلښكرگاه دسركاردسيمې اوسيدونكى دى وايي چې ددوى په سيمه كې تردې مهاله يوازې دملي پيوستون پروگرام يوشميرپروژې بشپړې كړې دي چې دخلكوپه ژوندكې يې مثبت بدلون راوستى.
ديادونې وړده چې دملي پيوستون پروگرام دمسولينوپه وينادهلمندپه شپږوولسواليوكې دبيارغونې بيلابيلو پروژو کار دبشپړيدو په حال کې ده چې دډاډ من امنيت په ټينگيدوسره به نوروسيمو کې هم د ورته پروژو دپيل کيدو چارې پيل شي .
خبريال : رحمت الله احساس
ايډيټ : وخت خبري آژانس
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 268
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : افغانستان؛ازيک نشست ملل متحد ميزبانى مى کند شوراى ملى خواهان محاکمه عاملين حادثه ١٥ عقرب شد نيروهاى ائتلاف دهها تن را در يک عروسى کشته وزخمى کردند دامريکاپه تاريخ کې لمړنى تورپوستى ولسمشر پروسه ثبت نام رای دهي انتخابات در شمال کشور آغاز يافت مسؤلين امنيتى درهرات از كارشان بركنار شدند به قربانيان حمله انتحارى مقابل وزارت اطلاعات و فرهنگ مساعدت صورت گرفت والى غزنى ادعاى داوود سلطان زوى مبنى بر عدم شفافيت پروسه ثبت نام را رد کرد ملى پيوستون لخوا ٩ رغيزى پروژه پشپري شوى کارمند موسسه تعلیمی هفرم توسط افراد ناشناس در کابل اختطاف شد